پاکستان د روانې اپریل میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته بیا کډوالو ته خبر ور کړی دی چې که هېواد ته ستانه نه شي، نو په زور به يې د ایستلو لپاره اقدام وشي. په ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوې ويډیوګانې ښيي چې بازارونو کې د موټر په وسیله خلکو ته د ستنېدو اعلانونه کېږي.
دې خبرداري ته ملګرو ملتونو او طالبانو ګډ غبرګونونه ښودلي دي. دواړو غوښتنه کړې ده چې کډوالو ته باید نور زیات وخت ورکړل شي چې هغوی په خپله خوښه هلته شته کارونه ختم کړي او بیا خپل هېواد ته د تلو پرېکړه وکړي.
پاکستان تر دې مخکې هم د موقت حکومت پرمهال دغه ډول پرېکړه کړې وه، هغه مهال د دوی په ټکو چې ۵۰۰ زره کډوال يې افغانستان ته ستانه کړي دي. د دوی په وینا چې دغه اوسنی ګام د هماغې لړۍ دویمه څپه ده.
که دا ګام رښتیا هم واخیستل شي، نو دا به ډېره لویه انساني فاجعه رامنځته کړي. هېواد کې بېکاري زیاته ده، د هېڅ هېواد ویزه اسانه نه تر لاسه کېږي، پاسپورټ په اسانۍ نه جوړېږي، ویزه خو لرې خبره ده. د دولت او نړۍوالو بنسټونو له خوا هم کاري فرصتونه کم دي. په خپله هم له دې کډوالو سره دومره پانګه نه شته چې هېواد ته له تلو سره دې ټولې کورنۍ خپل کاروبارونه خلاص کړي یا دې کارخانې جوړې کړي او ځانو ته دې هم کار پيدا کړي او نور دې هم پر کار وکړي.
دغه خلک چې را ستنېږي، خامخا د حاکمانو، ملګرو ملتونو او ولس لاسنيوي ته اړتیا لري. په لنډ وخت کې دومره زیات خلک نه شي هضمېدلای. نه په کاري ډګر کې دومره کسانو ته کاري چانسونو ورکول کېدای شي. نه د استوګنې لپاره ژر تر ژره ځایونه ورکول کېدای شي. په دې کسانو کې به ډېر کم کسان داسې زده کړې ولري چې هېواد کې کومه تشه ډکه کړي. د صحت په برخه کې چې اوس هم زموږ هېوادوال له ستونزو سره مخ دي، د دوی له راتلو سره به دا ستونزې نورې هم زیاتې شي. ګرانۍ او د توکو قیمتونو به خامخا ورسره لوړېږي، ځکه بازار کې به د شیانو تقاضا زیاته شي، د تقاضا له زیاتوالي سره نرخونه لوړېږي. دا اوس مهال د کورونو کرايې د پخوا په نسبت څو چنده لوړې شوې دي. د زدهکړو بهیر به يې هم ګډوډ شي. دوی که په پاکستان کې ښوونځیو ته خپل ماشومان لېږل، نو دلته به له لومړی ښوونځي نشته او که بیا وي، نو د دې کسانو ژر داخلول به هم ستونزې ولري، د نجونو د زدهکړو مسله به لا بېله وي.
اوس خبره دا ده چې ایا پاکستان به رښتیا دا کار وکړي؟
تېرو تجربو ته په کتو دا شونې نه ده چې ټول کسان دې په یو وار وویستل شي او که یې نه يې باسي، بیا ولې په وار وار دا خبره تکراروي؟
زما په نظر دغه کار ښايي د نورو عواملو تر څنګ دوه مهم عوامل ولري:
۱- له نړۍوالې ټولنې د همدې کډوالو پر سر د نغدو ډالرو کڅوړې تر لاسه کول.
۲- پر طالبانو فشار اچول چي د پاکستان غوښتنو ته سر ټیټ کړي.
پاکستان دا تجربې څو پلا کړې دي. هر وار چې يې د کډوالو اواز کړی دی، نو هم يې د وخت نظام په کوکارو کړي او هم د ملګرو ملتونو ادارې له دې کار څخه د مخنیوي لپاره لاس په کار شوې دي. نړۍوالې ادارې غواړي چې کډوال ستانه شي، خو په یوه وار نه؛ بلکې سوکه سوکه يې ستنوي او د نغدي مرستو تر څنګ يې د زدهکړو، استوګنې، روغتیا او کار غم هم ورسره وي.
پاکستان خپلو تېرو تجربو ته په کتو دا ځل بیا غواړي چې هم پر طالبانو فشار وارد کړي او هم له نړۍوالې ټولنې د همدې کډوالو په نوم ډالر تر لاسه کړي څو خپلې تشې خزانې پرې ډکې کړي.