۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په یوه واده کې د کور د چت د راغورځېدو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول.
ننګرهار کې ځایي سرچینې پنجشنبه د زمري په ۶ وایي، چې دغه پېښه چهارشنبه شپه د سپین غر ولسوالۍ اړوند مامندوانۍ کلي کې شوې ده.
د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې ځايي مسولان وایي، چې د دغه کور چت د پرله پسې بارانونه له امله غورځېدلی دی.
د ځایي مسولانو د معلوماتو پر بنست، د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
په دې وروستیو کې بارانونو او سېلابونو ګڼ ځاني تلفات او مالي زیانونه اړولي دي.