۸صبح، سمنګان: سمنګان کې د کورونو د پلټنو له زیاتېدو وروسته د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، چې طالبان د خلکو ګرځنده موبایلونه هم پلټي.
سمنګان ولایت کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپانې ته وایي، چې طالبانو له دوو اوونیو راهیسې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د پلټنې تمځایونه زیات کړي او د خلکو ګرځنده موبایلونه پلټي.
د سمنګان د اوسېدونکو په وینا، طالبان د خلکو خصوصي حریم ته پاملرنه نه کوي او د محکمې له حکم پرته د خلکو کورونه او موبایلونه ګوري.
د سمنګان اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو د پلټنو په تمځایونو کې د هغوی ډېری شخصي انځورونه او ویدیوګانې کتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویندویان تل د خلکو د شخصي حریم پر خوندیتوب ټینګار کوي.