۸صبح، کاپیسا: کاپيسا کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د کور په کور پلټنو له پيل څخه خبر ورکوي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د کورونو پلټنې شنبه د وږي له ۱۹ راهیسې د نجراب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه په ګیاوه کلي کې پيل کړې دي.
سرچینې وایي له دې امله چې د دې سیمه ډېری اوسېدونکي وسلې لري په غرونو کې یې سنګرونه نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګیاوه د کاپیسا ولایت لیرې پرته سیمه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې وسلې لري. مخکیني حکومت څو ځله د دې سیمې له اوسېدونکو د جنګي توکو د ټولو لپاره عملیات پيل کړي وو، خو کوم بریالیتوب یې نه درلود.