۸صبح، کابل: کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا تړل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.
د اعتراض کوونکو ښځو خودجوشه غورځنګ یکشنبه د وږي پر ۲۰ ویلي، چې طالبان له سواد لرونکو ښځو وېرېږي نو له همدې امله محدودونکي اقدامونه کوي.
اعتراض کوونکو ښځو د «طالبان له سواد لرونکو ښځو وېرېږي»، «مه وېرېږي موږ درسره یو» او «د پکتیا زده کوونکې خوشې کړئ» په څېر شعارونو ورکولو سره د نجونو ښوونځیو د بیا تړل کېدو غوښتنه وکړه.
دغه اعتراض په یوه سرپټي ځای کې شوی دی.
د ویلو ده، چې تېره ورځ د وږي پر ۱۹ پکتیا ولایت کې نجونو زده کوونکو د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو د بیا تړلو پروړاندې لاریون وکړ.
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې په پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي. طالبانو د دغه خبر له خپرېدو سره سم په دغه ولایت کې ښوونځي وتړل.