۸صبح، کابل: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شوی دی.
هغه جمعه د تلې پر لومړۍ نېټه د ملګروملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې په خپله وینا کې دغه موضوع بیان کړې ده.
شریف د اندېښنې په څرګندولو ویلي، چې القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان کې د دې ډلو حضور او فعالیت د پاکستان او سیمې امنیت ګواښي.
طالبانو تر اوسه د شهباز شریف د خبرو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې د ترهګرو پر مرکز د افغانستان له بدلېدو خبرې کوي، چې دغه هېواد د افغانستان طالبانو پر ملاتړ تورن دی.