په دې ورځو کې چې افغانې ښځې او نجونې په ټولنه کې له خورا سخت او عجیب ډول توبیر سره مخ دي او له ټولنې د بشپړ ایستلو په درشل کې دي، د دوی د زده کړو اهمیت تر بل هر وخته زیات شوی دی.
که څه هم د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال نجونو هم د ښوونې او روزنې، کار او آن د شخصي او ټولنیزو ازادیو په برخه کې ناوړه او اغېزناک وضعیت تجربه کړ، خو د نړیوال کلتور د بدلون له امله د رسنيو زیاتېدل او په عمومي ډول د هېوادونو بدلون د طالبانو د رژیم په دوهمه دوره کې د دغو قوانینو نافذېدل او له هغه تورې دورې څخه څه باندې شل کاله تېرېدل، ډېر اغېزمن ښکاري.
په افغاني ټولنه کې د طالبانو د بیا راڅرګندیدو او د هیواد په سیاست باندې د ناڅرګند کنټرول په رامنځته کیدو سره، افغان میرمنې چې په دې وروستیو کې یې د خپلو حقونو د تامین په برخه کې لاسته راوړنې لرلې، د انزوا او خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شوې دي. په تېرو شلو کلونو کې د نجونو یو له مهمو حقونو او لاسته راوړنو څخه د دوی د زده کړې حق و. لکه څنګه چې ملګرو ملتونو په هېواد کې د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې په خپلو وروستیو احصایو کې تایید کړې، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ښوونځیو ته د تلونکو نجونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
نن ورځ په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له دغه اساسي او اولني بشري حق څخه په ټوکو ټکالو بې برخې دي، بده نه ده چې په نننۍ ټولنه کې د نجونو د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وشي.
بايد يادونه وشي چې په هېڅ هېواد کې هم دا ډول بنديز نشته، حتی سعودي عربستان چې تل يې د ښځو د ازادۍ په اړه سخت دريځ درلود. افغان نجونې په نړۍ کې یوازینۍ نجونې دي چې د زده کړې اجازه نه لري.
د نجونو زده کړه ولې مهمه او حیاتي ده؟
باید پوه شو چې دا یوازې یوه سمبولیکه غوښتنه یا پر واکمنې ډلې د فشار راوړلو وسیله نه ده. د نجونو زده کړه واقعیا مهمه او حیاتي ده.
په ټولنه کې د نجونو زده کړې د اهمیت لومړی اړخ په حقیقت کې د دې مسلې ټولنیز اړخ او هغه اغیزې دي چې د هیواد په راتلونکي نسل باندې لري. له نېکه مرغه له دې نه انکار نه شي کېدای چې د نن ورځې نجونې د ټولنې د سبا میندې دي. د افغانستان واکمنه ډله ادعا کوي چې د هېواد د پرمختګ او د تجربه لرونکو ملي کارکوونکو د روزنې لپاره کار کوي؛ خو پوښتنه دلته دا ده چې کله ټولنه لوستې نجونې او لوستې ښځې نه لري، نو څنګه به وکولای شي چې لوستي نارینه و روزي؟ د هر انسان د تعلیم او ترقۍ لومړی بستر د مور غیږه ده. له همدې امله، پرته له روزل شویو او پوهو میندو او لوڼو، د پوهه پرسونل د روزنې هڅې – که دا ریښتیا وي – بې ګټې دي.
د نجونو د زده کړې د اهمیت بل اړخ د هیواد اقتصادي وده ده. په تعلیمي ادارو کې د ښځو شتون او په پایله کې د کار بازار ته داخلېدل د ټولنې په اقتصادي شرایطو کې لوی بدلون راوستلای شي. هغه حکومت چې د عقل پر بنسټ اداره کیږي، تل د کار په بازار کې د ښځو د شتون هرکلی کوي. څېړنو ښودلې چې په بازار کې کار کوونکې لوستې ښځې کولای شي حکومت ته لوړه مالیه ورکړي. دا مالیه به د ټولنې په لا پرمختګ کې مثبته اغیزه ولري. هرڅومره چې د زده کړې او د فرصتونو په ویش کې د جنسیتي توپیر او تبعیض کم شي ، هومره به د ټولنیزي هوساینې د لوړې کچې رامینځته کولو لاره اسانه وي.
په پای کې مهم ټکی دا دی چې د نجونو زده کړه له افغانستان پرته تقریبا په هیڅ هیواد کې نه ده محدوده او نه هم منع ده. د ښځو او نجونو په وړاندې د داسې ظلمونو لپاره شريعت ښه دليل نه شي کېدای. ځکه هیڅ اسلامي هیواد او حتی سعودي عربستان چې د اسلام زیږنده او منبع ده، د نجونو د تعلیم او زده کړې په وړاندې کوم خنډ نه لري.
د هېواد د نجونو لپاره د ښوونځیو تړل د دوی پر وړاندې لوی ظلم دی او د دغو نجونو د زده کړې یو کلن فرصت ضایع شوی دی. هغه فرصت چې هیڅکله به جبران نشي.
هر سالم عقل د نجونو د زده کړې پر اهمیت ټینګار کوي او هغه کسان چې خلک د اساسي او بشري حقونو ته لاس رسي مخه نیسي له دوو حالتونو څخه نه دي خالی: یا خو په ټولنه کې د ښځو د رول په اهمیت نه پوهیږي او یا د پرمختګ مخالف دي. د ټولنې او هیواد او په یو ډول د هغې وروسته پاتې والي فکر کوي تاریخ به وښيي چې کوم دریځ رښتینی دی.