په دې وروستیو کې د طلوع ټلویزیون مشر خپلواک ساپۍ له هېواده وتلی او پر خپل ټویټر یې لیکلي چې د اوسني حکومت د فشارونو له امله نه شي کولای خپلې دندې ته دوام ورکړي. ښاغلی ساپی چې د جمهوريت له سقوط مخکې یې د طلوع ټلویزیون د مرستیال په توګه کار کاوه، د جمهوریت له سقوط وروسته او له هېواده د دغې ټلویزیوني شبکې د ډېرو کارکوونکو له وتلو وروسته د طلوع ټلویزیون مشري پر غاړه واخیسته، د ده د ځینو همکارانو په وینا چې هغه سختې ورځې په ښه توګه اداره کړی. په دې موده کې له نوموړي څخه څو ځلې د استخباراتو د رياست او يا هم د امر بالمعروف وزارت له خوا پوښتنې ګروېږنې شوې او د دغې رسنۍ د فعاليت د سمون غوښتنه شوې ده. طلوع ټلوېزیون د ساپي د مشری په وخت کې له بې ساري آفت سره مخ شو او ډېر لیدونکي یې له لاسه ورکړل. شونې ده چې خپلواک ساپۍ په افغانستان کې په سختو ورځو کې له خپلو همکارانو سره پاتې کېدل یو ویاړ وګڼي، خو ښکاره ده چې د ده مدیریت ونشول کولای چې د طلوع نیوز د سقوط مخه ونیسي.
طالبانو واک ته په رسیدو سره په تدریجي ډول پر رسنیو خپل کنټرول پراخ کړ او په فعالیتونو کې یې لاسوهنه پیل کړه؛ له هغې موضوع څخه واخله چې پرې خبرې کېږي بیا د رابلل شوي میلمنو او د پروګرام تر پوښښ پوري هر څه کې لاس وهنه کوي. طالبان د رسنیو له ازادۍ څخه ډېره ویره لري او د هغې شتون د خپل حاکمیت لپاره جدي ګواښ بولي. طالبان په داسې فعالیتونو بوخت دي چې د دوی د کړنو د یوې برخې انعکاس هم د دی لپاره کفایت کوي چې عامه افکار د دوی پر ضد را وپاروي او د دوي د رژیم بنسټونه وننګوي. طالبان د خپل واک د ټینګولو لپاره یوې داسې ټولنې ته اړتیا لري چې په هغې کې د مخالفینو غږ پورته نشي او هر څه په یو شان اداره کړي.
کله چې د بن له غونډې وروسته د جمهوري نظام په اړه خبرې کیدلی، لومړی شی چې ذهن ته راتللو هغه د فکر او بیان ازادي او د ګڼو او متنوع رسنیو شتون او فعالیت و. په دې موده کې رسنیو وکولای شول چې د کلتور په جوړولو او د خلکو د پوهاوي په وده او پراختیا کې رول ولوبوي. په دې وخت کې د سیمې په کچه په افغانستان کې د رسنیو ازادي بې ساري او د ویاړ ځای و. د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د غږیزو، تصیوري او لیکلو په ګډون ګڼ شمېر رسنۍ فعالې وې. په دغه موده کې په هېواد کې د رسنيو د پراخ فعاليت يوه له خوندورو پايلو څخه د خبريالانو د يو نسل د استعدادونو غوړېدل وو، چې په ښه توګه یې د خپلو دندو د ترسره کولو توان درلود. همدا لامل و چې په تېرو شلو کلونو کې د افغان خبریالانو او ژورنالستانو په منځ کې د پام وړ څیرې راڅرګندی شوي.
د طلوع ټلویزیونونه؛ تلوع او طلوع نیوز د جمهوریت له دوري پاتي بچیان وو. دغه دواړه رسنۍ د تفریحي خپرونو او خبرونو او تحلیلي خپرونو په جوړولو کې د نورو رسنیو لپاره نمونه وه او په ډېرو مواردو کې یې دودونه ماتول او په داسې برخو کې یې قدمونه کېښودل چې تر دې مخکې چا په هغه برخه کې قدم نه دی ایښی. د دغو رسنیو خاوندانو د بهرنیو هیوادونو او بنسټونو د سخاوتمندانه مرستو په بدل کې د بیلابیلو پروګرامونو په جوړولو سره ډیرې پیسې جیبونو ته واچولې او د ځانونو لپاره یې هوسا کاروبارونه جوړ کړل.
دی رسنیو باید په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د بنسټیز کولو لپاره هلې ځلې کړی وای او خپله ټوله انرژي یې دي کار ته وقف کړی وای. په عموم کې، د دې رسنیو د شتون فلسفه د عصري مفکورو لکه بشري حقونو او ډیموکراسۍ په وده ورکولو او تبلیغ کولو کې خلاصه کېږي. خو د کار پر مهال داسې پېښې هم وشوې چې ثابته یې کړه دغه رسنۍ د بشري حقونو او ولسواکۍ تر څنګ د خپلو خاوندانو شخصي ګټې هم په پام کې نیسي او درناوی یې کوي. د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د طلوع ټلویزیون خبري پوښښ داسې ډول و چې داسې ګنګوسې یې رامنځ ته کړې وې، چې ګنې د ملي امنیت شورا دې رسنیو ته لارښوونه کوي. په یوه دوره کې، د دې شورا مشري حنیف اتمر کوله. د طلوع نیوز یوه ویاند وروسته لدې چې د دی رسنۍ سره یې دنده پرېښوده ما ته یې په خبرو کې د دي موضوع تایید وکړ.
د جمهوريت په دوره کې په طلوع نیوز یوه نیوکه دا وه چې دغې رسنۍ په پرله پسې ډول د جمهوري نظام مخالفینو ته د پلیټ فارم په ورکولو سره د جمهوریت سقوط ته لاره هواره کړه. په تیرو یو یا دوو وروستیو کلونو کې طلوع نیوز داسې اصطلاحات غوره کړي وو چې د سرتیرو مورال له مینځه وړي او په جمهوري نظام کې یې د ستونزو او نیمګړتیاوو په څرګندولو او غټولو سره یې خلک په دولت بي باوره کړي و، او خلک یې په حقیقت کې د طالبانو منلو ته هڅولي دي. په ياده شوې موده کې په طلوع ټلوېزيون کې يوه ډېره پرله پسې موضوع دا وه چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، ايا افغان امنيتي ځواکونه به د نظام د ټينګښت توان ولري؟ دا معلومه نه ده چې آیا د دې رسنیو مدیرانو په قصدي ډول غوښتل چې په خلکو کې د جمهوریت د دفاع روحیه کمزورې کړي او که په نه پوهۍ سره یې دا ډول کار ترسره کړی.
واک ته د طالبانو په رسیدو سره کورنیو رسنیو خپل خاصیت له لاسه ورکړ. طلوع ټلویزیون هم یوه بی خونده ستړې او ستومانه رسنۍ ګرځېدلې او خپرونې یې د لیدونکو لپاره په زړه پوري ندي. د پروګرامونو موضوعات تکراري او ستړي کوونکې وي، میلمانه له هماغه څو کسانو پرته بل څوک نشته، وړاندې کوونکي هم پروګرام په داسې ډول پرمخ وړي، چې ګواکې لاسونه او پښې یې تړلي وي، له مجبوریته تکراري پوښتنې کوي او په پروګرامونو کې هیڅ ښځینه وړاندی کونکي یا د میلمانه په توګه ښځې شتون نلري. له همدې امله خلکو اوس معمولا بهرنیو تلویزیونونو یا خبري ویب پاڼو ته مخه کړی.
په افغانستان کې خبریالان دا مهال له خورا بدو شرایطو څخه تیریږي. طالبان خبریالان مجبوروي چې د خپل ذوق مطابق راپورونه چمتو کړي، له هغوی سره له سپکاوي ډک چلند وکړي او د هرې ممکنې عذر له مخې یې بندیانوي او ناوړه چلند ورسره کوي. يو خبريال وايي: “طالبان له موږ سره د جنګي بنديانو په څېر چلند کوي.” یو وخت یو طالب عسکر راته وویل، د خدای شکر اوباسه چې په مرمۍ دی نه ولم. په اوسنیو حالاتو کې د رسنیو ازادي یو خوب او خیال دی. رسنۍ خپله وروستۍ ساه اخلي. ځينې رسنۍ اوس هم فعاليت لري، خو د خپلو کارکوونکو لپاره يې نه د بیان مخکې آزادي شته او نه د بیان وروسته ازادي شته. له همدې امله، رسنۍ د طالبانو لخوا د سزا ورکولو څخه وېره لري، چې په ډېر دقت سره فعاليت کوي، او ويلاى شو، چې پداسې شرایطو کې د رسنیو فعاليت او نه فعالیت سره برابر دي.
یو له هغو مسئلو څخه چې په هېواد کې دننه رسنۍ په سمه توګه فعالیت نشي کولای، له هېواده د ډېرو نامتو خبریالانو او ژورنالیستانو مهاجرت دی. د طالبانو په راتګ سره د خبريالانو او ژورنالستانو لپاره د کار ډګرونه تنګ شول او د طالبانو له واکمنۍ څخه وتښتېدل او بېلابېلو هېوادونو ته يې پناه يوړه. د خبريالانو او ژورنالستانو ډله ييز مهاجرت کورنۍ رسنۍ د روزل شويو او تکړه کارکوونکو له کمښت سره مخ کړی او دغه کار يې پر فعاليتونو منفي اغېز کړی ده.