۸صبح، کابل: هندي سوداګرو د افغانستان د وچو مېوو د ټیټ کیفیت له امله، چې د تلې میاشتې سختو وروښتونو زیان ورسولی و شکایت کړی دی.
هندي رسنیو سهشنبه د اکټوبر پر ۱۸ د دغه هېواد د سوداګرو له قوله راپور ورکړي، چې کرنیزو محصولاتو ته ترټولو زیات زیان د افغانستان په کندهار کې رسېدلی دی.
هندي سوداګر انیل مهرا، ویلي چې کندهار د ډول ډول وچو مېوو د تولید له لوري غني دی؛ خو ځینې محصولات لکه انځر او ممیز زیانمن شوي دي.
د مهرا په وینا هغه کرنیز محصولات، چې د ورښتونو له امله یې زیان لیدلی بیې یې ټيټ شوې دي.
هغه ویلي، چې د بېلګې په توګه اوس یوه کیلو انځر پر ۷۰.۶ ډالر (۵۰۰ هندۍ روپیې) د لاسرسي وړ دي په داسې حال کې، چې په همدغه اندازه انځر تېر کال پر ۷۱.۹ ډالر (۸۰۰ هندي روپيې) پلورل کېدل.
هندي سوداګر د افغانستان وچې مېوې د حیدراباد، بمبئي او ګجرات بازارونو کې پلوري او د ټول هند په پلورنځیو کې یې نندارې ته وړاندې کوي.
د ویلو ده، چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو صادرات هر کال په اګست میاشت کې پیل او تر اپرېل میاشتې دوام مومي.