۸صبح؛ تخار: په تخار ولایت کې د کوکچې سیند شاوخوا ولسوالیو اوسېدونکي پر دغه سیند د پُل د احتمالي نړېدو په هکله خبرداری ورکړی.
د دغو ولسواليو اوسېدونکو چهارشنبې د لړم په ١٨مه، ۸صبح ته وويل، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د کوکچې سیند د پله ستنې سختې زيانمنې شوې دي.
د دوی په وینا په وروستیو کلونو کې د کوکچې سیند د پله استحکامات هم ویجاړ شوي وو. خو د تېرو دوو ورځو بارانونو د دغو ویجاړیو کچه نوره هم زیاته کړې ده.
د کوکچې د شا وخوا ولسواليو اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که دغه پُل بېرته ونه رغول شي، په راتلونکو څو مياشتو کې به وران شي او بیا به د تخار ولايت مرکز تالقان ښار ته د شپږو ولسواليو لاره هم پرې شي.
د کوکچې شاوخوا، درقد، ینګي قلعه، چاه آب، خواجه بهاوالدین، رستاق او دشت قلعه ولسوالۍ پرتې دي.