۸صبح، کابل: سرچينې په کابل کې د طالبانو له لوري د يوې بلې معترضې نجلۍ د نيولو خبر ورکوي.
سرچينو پنجشنبې د لړم پر ۱۹مه، ۸صبح ته وويل چې د ظريفې غفاري او د هغې د څلورو همکارانو له نيول کېدو شپږ ورځې وروسته، يوه معترضه نجلۍ فرحت پوپلزۍ، نيول شوې او تر اوسه يې د برخليک په هکله معلومات نشته.
د سرچينو په وينا، طالبانو فرحت پوپلزۍ له خپل پلار سره د کابل ښار يوې امنيتي حوزې ته لېږدولې ده. سرچينې وايي چې طالبانو پوپلزۍ د هغې د ګرځنده ټيلفون له پلټلو وروسته نيولې ده.
طالبانو تر اوسه د دغې معترضې نجلۍ د نيول کېدو په هکله څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې د ښځو حقونو فعاله ظريفه يعقوبي هم تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو له لوري ونيول شوه.