۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د کرایي کورونو اوسېدونکي له یوه کور څخه بل ته د کډې پرمهال د اوړندې حوزې تصدیق پاڼې ته اړتیا لري.
ځدراڼ شنبه د لړم پر ۲۱ د یوې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په کابل ښار کې د طالبانو امنیتي حوزو د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته پاڼې ورکړې، چې له یوه بله ځای ته د لېږد پانې بلل کېږي.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا د دغو پاڼو وېشل د «مجرمانو» په پېژندلو کې ډېره مرسته کولای شي.
طالبانو له دې مخکې د کورنیو د هویت د ثبت په موخه په ښارونو کې پاڼې وېشلې دي او ډکول یې جبري ګڼلي وو.