۸صبح، کابل: د کندهار ولایت د سپین بولدک په دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو له بریده دوې ورځې وروسته، طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د سه شنبې د لړم په ۲۴مه له غرمې وروسته، په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا برید د ناپېژانده وسله والو له خوا ترسره شوی دی.
مجاهد ددې پېښې د رامنځته کېدو په اړه تاسف څرګند کړی او ددغې پېښې د څېړلو لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي د ګمارلو خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې هڅه کېږي ترڅو په راتلونکي کې دې ته ورته پېښو مخنیوی وشي.
د ویلو ده چې د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ په سپین بولدک دروازه کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو د نښتې په اړه راپورونه خپاره شول چې ویل شوي په دغو نښتو کې اته پاکستاني پوځیان او درې طالبان وژل شوي دي.