۸صبح، کابل: د طالبانو ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې ددې ډلې تر ادارې لاندې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد خلاف ونه کارول شي.
د رپوټونو له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب چهارشنبې د لړم په ۲۵مه د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې ټینګار کړی چې طالبانو ډله د دوحې هوکړې ته ژمنه ده.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د ملایعقوب له قوله ویلي: «طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هېڅکله به د بل هېواد خلاف د افغانستان له خاورې استفاده ونه شي.»
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي هم ویلي چې د افغانستان پولې په اوسني وخت کې د بل هر وخت په پرتله خوندې دي او طالبان اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد خلاف کار واخیستل شي.
تېره ورځ اف بي آی او د امریکا د ملي استخباراتو ادارې ویلی چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ له تاوتریخوالي او بدو انساني شرایطو سره مرسته کړې او د امریکا د ملي امنیت لپاره یې ګواښ رامنځته کړی دی.
له بلې خوا، په تېرو څو ورځو کې د سپین بولدک په دروازه کې نښتې شوې چې په پایله کې یې یو پاکستانی پوځي ووژل شو؛ خو طالبانو په دې نښته کې لاس لرل رد کړل.