له افغانستانه د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له جدي کېدو سره، روسیې له طالبانو ډلې سره خپلې اړیکې زیاتې کړې او په ورته وخت کې یې د سیمه ییزې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هم اقدامات کړي دي. د مسکو فورم د هغې سیمه ییزې سرمشریزې سرلیک دی چې روسیه یې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په منظمه توګه ترسره کوي او په تدریجي ډول یې د روسیې، چین او پاکستان تر منځ له درې اړخیزې ناستې څخه په یوه سیمه ییز کنفرانس بدله کړې ده چې په دې کال کې لسو هېوادونو (روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو) د اصلي غړو په توګه او څلورو هېوادونو سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو د څارونکو په توګه پکې ګډون کړی و.
افغانستان او امریکا د دی غونډې مهم غیر حاضر وو؛ خو دغه دوه غیر حاضر هېوادونه، د خبرو اصلي موضوع وو او حاضرینو ډېر وخت د افغانستان پر وضعیت او په دغه هېواد کې د امریکا د تېر او اوسني رول په اړه خبرې کولې. د چین استازي وویل چې د افغانستان د بیارغونې مسوولیت د امریکا پر غاړه دی، روسیې ویلي چې امریکا باید د افغانستان پیسې آزادی کړی، ایران ویلي چې د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د امریکا د هر ډول حضور مخه ونیسي او دوي ټولو په یوه آواز وویل چې افغانستان سره باید د یو ټول شموله حکومت په جوړولو او د بې وزلۍ او لوږې په وړاندې مبارزه کولو کې مرسته وشي. خو د غونډي هېڅ غړي په دې مرستو کې د خپل رول او مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي. ټول په یو خوله وو چې امریکا او متحدین یې باید له افغانستان سره د مرستې کولو په برخه کې یو ګام مخکي شي!
د دغې سرمشریزې د غړو په ګډون د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا د رول په اړه متضاد دریځونه لري. دوی له یوې خوا د تېر کال بدلون او واک ته د طالبانو راتګ د امریکا لپاره د شرم خبره بولي او له بلې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد له قوي حضور څخه شکایت کوي. د بېلګې په توګه په مسکو کې د چین د استازي ښاغلي یو ژیاونګ له قوله ویل شوي، چې امریکا د افغانستان اووه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې او له دغه هېواد سره یې ټولې اقتصادي او پراختیايي مرستې بندې کړې دي. هغه د غونډي له غړو وغوښتل چې د امیرکا متحدو ایالتو څخه وغواړي چې پر افغانستان د [طالبانو ادارې] بندیزونه پای ته ورسوي او په غیر مشروط ډول د افغانستان کنګل شوې پیسي آزادی کړي.
په دې ليکنه کې د مسکو د وروستي کنفرانس د اعلاميې د څيړنې په ترڅ کې په افغانستان کې د روسيې دريځ او رول په ځانګړې توګه په تېره يوه لسيزه کې چې طالبان په تدريجي ډول د افغانستان په سياست او جګړې کې د اصلي لوبغاړي په توګه راڅرګند شول، کتنه شوې ده.
د مسکو غونډې د اعلامیې پیغام
د مسکو د وروستي کنفرانس په اعلامیه کې ډېرې تشریفاتي ټکې مطرح شوي، د خلکو اساسي حقونو او آزادیو ته د درناوي د اړتیا څخه رانیولی او د یوه سوله ییز، متحد، خپلواک، ځمکنۍ بشپړتیا او له اقتصادي پلوه پرمختللې افغانستان پوري د ملاتړ ژمنې شوي دي. خو د دې اعلان د پیغام اصلي لوری د امریکا او متحدینو په لور و:
۱- په اعلامیه کې راغلي چې هیڅ دریم هیواد باید په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې پوځي مرکزونه جوړ نه کړي. دریم هیواد دلته د متحده ایالاتو مستعار نوم دی. د مسکو غونډې ګډونوالو په تېر یو نیم کال کې لیدلي چې امریکا د افغانستان پر فضايي حریم خپل انحصار ساتلی او په کابل او د هېواد په ځینو نورو برخو کې یې هوايي بریدونو څرګند شوي دي. د سیمې هیوادونه شاید د امریکا د دوامدار حضور، په پاکستان او یا هم په افغانستان کې دننه یوې اډې ته د خپلو ځواکونو د احتمالي راستنیدو او د مالي مرستو او پوځي ګواښونو له لارې په طالبانو د کنټرول په اړه اندیښمن دي.
۲- په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د بیارغونې لپاره یې باید مرسته وشي؛ خو د اعلامیې لاسلیک کوونکو له اقتصادي بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره کومه ځانګړې ژمنه نه ده کړې، بلکې د دې مسوولیت اصلي بار یې د امریکا او هغو هېوادونو پر اوږو اچولی، چې په افغانستان کې یې شل کاله پوځي حضور درلود.
– دوی ویلي دي چې امریکا او ناټو باید په افغانستان کې د خپل شل کلن پوځي حضور تاوان ورکړي. ظاهراً په دې پیغام کې د نظر توافق نه و او د اکثریت له خوا وړاندیز شوی و، خو د ګډونوالو د ټولو غړو لخوا نه و مطرح شوی.
۴- ویل شوي چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادی کړي او د افغانستان په اړه دې د ملګرو ملتونو له لارې یوه بین المللي مذاکراتي ډله جوړه شي نه د (امریکا او ناټو) لخوا. دا حبره، د افغانستان په مسله کې د امریکا د انحصار په اړه د ګډونوالو اعتراف په ډاګه کوي.
۵- بل مهم پیغام چې په اعلامیه کې په ضمني ډول او پټ مطرح شوی دا دی چې د ګډونوالو په وینا د افغانستان ستونزه دموکراسي، ټاکني، بشري حقونو او مدني آزادیو نه ده. په دې اعلامیه کې قصدا د بشري حقونو پر ځای د بنسټیزو حقونو یادونه شوې او د مدني او سیاسي ازادیو پر ځای د بنسټیزو یا لومړیو ازادیو یادونه شوې ده.
د دی اعلامیه بله برخه هغه پیغام دی چې د دی غونډي ګډونوالو ته متوجه دی. دوی په افغانستان کې د بدو حالاتو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې د همغږي د اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی. د دوی په وینا افغانستان د سیمې لپاره د دریو لویو ننګونو سرچینه ده:
۱- ترهګري او افراط پالنه؛
۲- د نشه يي تولید او قاچاق؛
۳- د مهاجرت بحران.
د مسکو د مشورتي غونډې د غړو هېوادونو په وینا، د دغو ننګونو اصلي سرچینه د افغانستان اقتصادي سقوط او سیاسي کړکېچ دی چې امریکا او ناټو یې مسؤل دي؛ هغه هېوادونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې پوځي حضور درلود. له همدې امله د بیارغونې، بشري مرستو، د اقتصادي پراختیا په برخه کې د مرستې او د کوکنارو د بدیل کښت د ملاتړ مسوولیت دغو هېوادونو ته سپارل شوی دی.
د چین یا روسیې په مشرۍ د سیمه ییزې غونډې او د لویدیځ له خوا تر سره شوې غونډو تر منځ مهم توپیر د ژمنو ډول دی. په خپلو کنفرانسونو کې، لویدیځوال معمولا د عمل پلان وړاندې کوي او د مداخلې یا ملاتړ لپاره پالنونه لري. په ځانګړې توګه د افغانستان په مسايلو کې دوی د خپلو سيالانو تر تورونو پورې ځانونه نه محدودوي او خپلې غونډې د کوټلو، پر وخت او تحقق وړ اقداماتو په اعلانولو سره پای ته رسوي.
له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره سره د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه افغانستان د غرب د نفوذ ډګر ګڼي او د خپل دریځ او غبرګون په اعلانولو یې ځانونه محدود کړي دي. له همدې امله باید د دې سرمشریزې له غړو څخه د افغانستان د مسئلې په اړه د متقابل او فعال اقدام تمه ونه کړو. که روسیه اقدام وکړي او په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګټو په خاطر د افغانستان د جګړې د یوه اړخ ملاتړ وکړي، نو د مسکو د غونډي ټول غړي به یې ملګرتیا ونکړي.
د مسکو ناستو تاریخ ته یوه کتنه
د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر میاشت کې پر افغانستان د امریکا او ناټو له پوځي برید وروسته د افغانستان په اړه د روسیې تګلارې له امریکا سره د دغه هېواد پر اړیکو اغېزې وکړې. د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو لږ وروسته روسیې افغانستان ته یو دیپلوماتیک پلاوی واستاوه. د ۲۰۰۲ کال د مارچ او جون په میاشتو کې حامد کرزی چې د انتقالي حکومت مشر و، هغه هېواد ته سفر وکړ او له هغه وروسته روسیې د دریو کلونو لپاره افغانستان ته په پوځي برخه کې هر کال ۳۰ میلیونه ډالره مرسته ورکړه. د ختیځې اروپا د مطالعاتو مرکز ستاکهولم (SCEEUS) د ۲۰۲۱ کال په پای کې «په افغانستان کې د روسیې ګټې» تر سرلیک لاندې د یوه راپور له مخې، روسیه په هغو کلونو کې له افغانستان سره د مالي تمویل کوونکو په نوملړ کې ۱۸م هېواد و.
په دې کلونو کې په ختیځه اروپا کې د روسیې او ناټو تر منځ سیالي په شدت سره په زیاتیدو شوه او په ۲۰۰۴ کال کې په اوکراین کې د روسیې ضد خوځښتونه چې د نارنجي انقلاب په نوم یادیږي، سر راپورته کړ. کله چې په ختیځه اروپا کې تاوتریخوالی زیات شو، روسیې په ۲۰۰۶ کال کې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې. کله چې اوباما په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په شعار سره ولسمشرۍ ته ورسېد، د کرزي د حکومت او مسکو تر منځ اړیکې یو ځل بیا ګرمې شوې او د روسیې د هغه وخت ولسمشر دیمیتري میدویدیف له افغانستان سره د پوځي مرستو د بیا پیلولو ژمنه وکړه.
د لنډې مودي وروسته، روسیه د خپل مالي او اقتصادي تحریکوونکو پاکټونو سره بیرته راستانه شوه. د ۲۰۰۷ کال د اګست په شپږمه دغه هېواد اعلان وکړ چې افغانستان ته به د شوروي د دورې ۱۱ میلیارده ډالره پور معاف کړي او د افغانستان او روسیې د مالیې وزیرانو په دې برخه کې یو تړون لاسلیک کړ. څو کاله وروسته، بیا روسيې اعلان وکړ چې د هغه دورې پاتې نور پورونو چې نږدې یو ملیارد ډالر کېږي هم بیرته نه غواړي.
د روسیې او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ حجم زیات شو، او روسي شرکتونو او انجینرانو د افغانستان په شمال او ختیځ کې د شوروي د دورې پاتې پروژو پانګونه او بیارغونه یو ځل بیا پیل کړه. د نغلو بند بیارغونه او د افسوتر د لوژستیکي شرکت بیا احیا کول د افغانستان بازار ته د روسانو د راتګ بېلګې وې. په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته سېدلی وه.
له بلې خوا د وخت په تېرېدو سره د جګړې په ډګر کې د طالبانو رول او په پایله کې د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په تګلارې کې زیاتوالی راغلو. تر ۲۰۱۴ کال پورې د لوېديځوالو په ګټه د طالبانو سره د اړيکو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي وو او حامد کرزي په ښکاره د امريکا پر ضد څرګندونې کولې چې له دغو پرمختګونو يې ناخوښي څرګندوله. پدې لړه کې، کرزي په عامه توګه د روسیې سره د کریمیا جزیری د یوځای کولو په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ایتلافي ځواکونو د وتلو د پلان په جديت سره، روسانو خپل تمرکز له افغان حکومت سره له سوداګریزو اړیکو او همکارۍ څخه پر سیمه ییزو اقداماتو بدل کړ او له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ناامنیو پر احتمالي پراخېدو د مخنیوي چلند ته تغییر ورکړ. له طالبانو سره تماس د همدې تګلارې یوه برخه وه. په حقیقت کې د مسکو فارمټ له پیل څخه د طالبانو د رول او له دغې ډلې سره د خبرو د اړتیا په منلو سره رامنځته شوی. لومړۍ غونډه، چې د مسکو د فارمټ را منځته کیدلو سبب شوه، د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې رامنځ ته شوه. د همدې کال د ډسمبر په ۲۷ مه د درې واړو هېوادونو روسیې، چین او پاکستان استازو په مسکو کې غونډه وکړه او له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمهییزو خبرو د پیلولو هوکړه یې وکړه. تر دې مخکې هم درې واړو هېوادونو دوه درې اړخيزې غونډې کړې وې. تر دې یو کال وړاندې روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښکاره کړې وې او ورو ورو یې دغه اړیکې نورې هم پراخولی او څرګندولی.
کله چې روسیه، چین او پاکستان په مسکو کې د سیمه ییزو خبرو اترو پر پلان خبرې کولې، د ډیپلوماسۍ په ډګر کې د طالبانو د فعال حضور ترڅنګ داعش هم په افغانستان کې د یوه احتمالي او جدي سیمه ییز ګواښ په توګه راڅرګند شو او د خبرونونو په سرلیکو کې و. د هغه نوي رول له امله چې نړیوالې ټولنې طالبانو ته سپارلی و، دغه درې هېوادونو نور دغه ډله جدي ګواښ نه ګڼلو، بلکې د داعش خراسان څانګه له افغانستان څخه د ترورېزم اصلي سرچینه ګڼل کیدله. د يادې شوې درې اړخيزې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې روسيې او چين اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د زمينې د برابرولو او خبرو اترو ته د طالبانو د هڅولو په موخه به د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه د دغې ډلې په ټور لست کې د ځينو غړو د نومونو په لرې کولو کې نرمښت وښيي او ویلي یې وو چې راتلونکی کال به د افغانستان حکومت ته هم پدې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړي.
د مسکو دوهمه سرمشريزه غونډه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۷ نېټه ترسره شوه او شپږو هېوادونو په کې ګډون کړی و. په هغه وخت کې که څه هم طالب ډله د امریکا او ناټو د عسکرو له وتلو وروسته په میدان کې د اصلي لوبغاړي په توګه ومنل شوه او د سیمې د هیوادونو د پاملرنې وړ ګرځیدلی وه، خو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته بیا هم په جدي سترګه کتل کیدل او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له سرمشریزې یوه اونۍ وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي و او د غونډې د اجنډا او د طالبانو پر وړاندې د دریځ په اړه یې خبرې کړې وی.
په هغه کال کې پر روسیې، چین او پاکستان سربېره د درېیو هېوادونو افغانستان، هند او ایران هم په دې سرمشریزه کې ګډون کړی و. د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ غونډه د پاکستان او هند د یو ځای شتون له امله مهمه ګڼل شوې وه.
د روسیې د سیمه ایز نوښت په وړاندې د امریکا دریځ
د سرمشریزې دریمه دوره د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۴ مه د «افغانستان په اړه د مسکو کنفرانس» تر نامه لاندې جوړه شوه. د لومړي ځل لپاره روسیه وتوانېده چې د افغانستان د مسئلې په اړه د سیمې لس هېوادونه په یوه مېز سره راټول کړي. امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو د دې پر ځای چې په هغه سیمه ییزه سرمشریزه کې ګډون وکړي، امریکا څو ورځې مخکې (د اپریل ۱۱-۱۲) مسکو ته خپل د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن واستاوه. په دې سرمشریزه کې په نه ګډون سره امریکا په حقیقت کې دا پیغام ورکړ چې د افغانستان په اړه د روسیې په مشرۍ له سیمه ییزې ستراتیژۍ سره به همکاري ونه کړي.
د بهرنیو چارو د وزیر پر ځای له افغان حکومته د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مشر هم غوښتل شوی و. دا کړنه د امریکا له تګلارې سره د افغان حکومت د همکارۍ په معنا تعبیر کېدای شي او یا لږ تر لږه دا هم ویلای شو چې د غني حکومت نه غوښتل چې د مسکو غونډه په جدي توګه په پام کې نیولو سره خپل امریکايي ملاتړي ناراضه کړي.
د دې سیمه ییزې سرمشریزې په څنډه کې په افغانستان کې یوه بله پېښه هم وشوه، چې شاید د روسیې او امریکا تر منځ له رقابت سره تړاو نه درلود. د امریکا تر ټولو لوی غیر اټومي بم چې د مور بم په نوم یادیږي، د اپریل په دیارلسمه (د مسکو له غونډې یوه ورځ مخکې) د افغانستان په ختیځ کې وغورځولو. د دغه بم په غورځولو سره امریکا شاید د سیمې هیوادونو ته یو پیغام ورکولو او ویې ویل چې په دې هیواد کې له امریکا وروسته دوره لا هم لیرې ده او د مسکو او سیمه ییزو قدرتونو هڅې د دوې د ځای ډکولو او له طالبانو سره د خپلو مستقیمو تماسونو نیولو هڅې د واشنګټن مزاج ښې نه لګېږي. د بمونو مور د GBU-43 رسمي نوم سره شاوخوا لس ټنه وزن درلود او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مومندرې کلي کې په یوه سیمه کې غورځول شوی دی. امریکا ادعا کړې چې په دې چاودنه کې د داعش تر ځمکې لاندې تونلونه ویجاړ شوي او د دغې ډلې ۳۶ جنګیالي وژل شوي دي. د دې چاودنې او د مسکو غونډې تر منځ د اړیکو نښې هم د امریکا او روسیې تر منځ د وسلو په اوږده سیالۍ کې موندلی شي. امریکا په ۲۰۰۲ کال کې د بمونو مور بم جوړ کړ او یو کال وروسته یې په ۲۰۰۳ کال کې و ازمویه. په ۲۰۰۷ کال کې روسیې اعلان وکړ چې د بمونو پلار یې جوړ کړی او ادعا یې کړې چې د بمونو پلار د امریکا د بمونو د مور په پرتله څو چنده زیات ویجاړونکی ځواک لري. د بمونو د مور او د بمونو د پلار په نوم د دغو دوو هیوادونو تر منځ د وسلو د سیالۍ او په افغانستان کې د هغې لومړنۍ عملي کارونې ته اشاره شوې، چې د مسکو د لومړۍ رسمي غونډې څخه یوازې یوه ورځ مخکې باید د یوه جامع سیمه ییز جوړښت په بڼه ترسره شي. د افغانستان څخه ورآخوا هم یو پیغام درلود.
هغه بدلونونه چې په دوحه کې رامنځته شول او هغه امتیازات چې امریکا طالبانو ته ورکړي هم د همدې سیالۍ برخه وه. په حقیقت کې طالبانو ته د افغانستان په سپارلو سره امریکا دغه ډله د روسیې، چین او نورو رقیبانو لاس ته د لوېدو مخه ونیوله. د دوحې په تړون کې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د مالک او د حکومت د څښتن په توګه چلند کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ډیپلوماسۍ له مخې به امارت چې د تړون یو اړخ دی په رسمیت نه پیژني.
د روسیې لپاره د تریاکو او ترهګرۍ خطر
د افغانستان اپین له دریو لارو نړۍ ته صادریږي. یوه یې د ایران او ترکیې له لارې بالکان ته، بله یې د ایران او پاکستان له لارې خلیج ته او له هغه ځایه افریقا، جنوبي اسیا، اوقیانوس او شمالي امریکا ته او دریمه یې د منځنۍ اسیا لاره روسیه ده. [1] . ډیری مخدره توکي چې د شمالي دهلیز څخه صادر شوي د اپینو مشتقات دي چې د روسیې په خپل بازار کې مصرف کیږي. په هغه هیواد کې د مخدره توکو انساني او اقتصادي لګښت خورا لوړ دی، او د ختیځې اروپا لپاره د ستاکهولم مرکز [2] د راپور له مخې، د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، په افغانستان کې د تولید شوي هیروینو د کارولو په پایله کې له ۵۰۰ زره څخه ډیر روسیان مړه شوي. دا پدې مانا ده چې هر کال نږدې 30 زره ټنه کېږي. په همدې حال کې له نشه يي توکو سره مبارزه د روسیې حکومت ته ډېره ګرانه تمامېږي.
د نشه یي توکو د قاچاق او نورو جرمونو ترمنځ اړیکه او همدارنګه د تروریستي شبکو په تمویل کې د دې رول خطرونه لاپسي زیاتوي. د افغانستان نشه يي توکي له جنوبي امريکا پرته ټولې نړۍ ته قاچاق کېږي او له افغانستان څخه د نړۍ بېلابېلو برخو ته يې د لېږدولو لپاره شبکې، جنايي ډلې او سيمه ييز او نړيوال بنسټونه کارول کېږي. روسیه پوهیږي چې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د شتون له زیاتیدو سره به د مخدره موادو قاچاق هم له هغه لوري زیات شي.
د داعش نوم د سوریې او عراق له جګړې سره تړلی دی او له هغه وخته چې روسیه په مستقیمه توګه د سوریې په جګړه کې ښکېله وه، داعش د نړیوال جهاد په شعار سره د روسیې لپاره یوه احتمالی ستونزه ګڼل کېږی. په ورته وخت کې په عراق او سوریه کې زرګونه روسان د روسیې د حکومت پر ضد جنګېدلي او ویل کېږي چې یو شمېر یې د افغانستان شمال ته تللي او غواړي منځنۍ اسیا او روسیې ته ځان ورسوي. داعش هم د قفقاز په منځ کې نفوذ لري او ویل کیږي چې ځینې یې د سوریې او عراق له جګړې څخه په پټه د روسیې او قفقاز خاورې ته راستانه شوي دي او د فرصت په تمه دي او کله چې په افغانستان کې میشتې جهادي ډلې منځنۍ اسیا او قفقاز ته د ننوتلو وړتیا ومومي، هغه افراطي ځواکونه چې په دې سیمو کې پټ دي د لوی ګډوډۍ په رامینځته کولو کې به برخه واخلي. د روسیې د اصلي مسلمانانو په منځ کې، مهاجرین او هغه کسان چې په دې وروستیو کې د سخت دریځو جهادي ډلو د تبلیغاتو له لارې اسلام قبول کړي، د داعش په څیر افراطیانو ته نږدې پټې کړۍ راڅرګندې شوې او که په منځنۍ اسیا او قفقاز کې ګډوډي رامنځ ته شي، دوی کولی شي چې د روسیې امنیت ته یو جدي ګواښ ورپیښ کړي. په تیرو وختونو کې ترهګرو ډلو په روسیه، منځنۍ اسیا او قفقاز کې د ناامنیو په رامنځته کولو کې خپل بخت ازمیلی دی. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې، کله چې روسیه د افغانستان د مسئلې په اړه تر ټولو لویه سیمه ییزه غونډه روانه وه، د سنټ پیټرزبورګ ښار په فرعي سړک کې یوه ترهګریز برید ۱۶ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. په راپور کې ویل شوي چې د دې ماین ايښودونکی د منځنۍ اسیا کډوال وو او د بهرنیو افراطي ډلو لکه داعش څخه یې الهام اخیستی و.
د طالبانو پر وړاندې د روسیې په دریځ کې بدلون
کله چې امریکا اعلان وکړ چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې خپل ځواکونه کموي او په تدریجي ډول به په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پای ته رسوي، د طالبانو ډله د یوه مهم سیاسي لوبغاړي په توګه صحنې ته راستانه شوه او پاکستان چې د طالبانو د اصلي ملاتړي او مدیر په توګه پیژندل کېدلو، په تدریجي ډول یې د افغانستان په سیاست کې مرکزي رول ترلاسه کړ. په ورته وخت کې روسیې هم له پاکستان سره خپلې اړیکې ټینګې کړې او له طالبانو سره یې د مستقیم تماس لپاره چینلونه جوړ کړل. سپوتنیک خبري ویب پاڼې د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۲۶ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي ضمیر کابلوف په حواله د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې اعلان کړې او لیکلي یې دي: موږ له طالبانو سره ارتباطي چینل لرو چې د اړتیا په صورت کې هغوی ته پیغام واستوو.» کابلوف دا خبره د امریکايي ورځپاڼې ډېلي بیسټ د هغه راپور په غبرګون کې کړې، چې په کې د طالبانو د پوځي کمېټې د یوه غړي له خولې ویل شوي، چې دغه ډله له روسیې سره همکاري کوي. [۳]دوه میاشتې وروسته د همدې کال د ډسمبر په ۲۸مه په تاجکستان کې د روسیې سفیر ایګور لیاکین فرولوف هم تایید کړه چې د هغه د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب په تاجکستان کې د منځلارو طالبانو سره خبرې کړې دي. [۴]. نوموړي له طالبانو سره د خپل هېواد د تماس اصلي لامل د طالبانو او داعش تر منځ جګړه وبلله او ویې ویل، د داعش ډله چې له بهر څخه افغانستان ته نفوذ کوي او طالبان [چې یو داخلي ځواک دی] ترمنځ کړکېچ شتون لري. ښه دا ده چې د دغه تاکتیکي نقطې څخه د فشار په توګه کار واخلي. له څه مودې انکار وروسته طالبانو هم ومنله چې له روسیې سره تماس لري، خو له دې تماسونو څخه له اخلاقي او سیاسي ملاتړه پرته د بل څه تمه نه لري [۵] .
آیا دا خبرې په رښتیا هم یوازې اخلاقي او سیاسي وې یا د طالبانو په منځ کې د روسیې د مشاورینو شتون او نظامي ملاتړ ته رسېدل؟ په دغو کلونو کې امریکايي او افغان پوځي چارواکو په وار وار ادعا کړې چې روسیه له طالبانو سره پوځي مرستې کوي. کله چې د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې د لومړي ځل لپاره طالبانو د لنډ وخت لپاره کندز ښار ونیولو، د دغه ولایت امنیه قوماندان قاسم جنګلباغ وویل چې طالبانو دغه ښار د روسیې او تاجکستان په مرسته نیولی دی. [۶]
کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا او طالبانو خبرې په عامه توګه پیل شوې، روسیې هم له دې پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ. خو په عین حال کې یې له افغانستانه د ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته په خبرو اترو کې د امریکا د انحصار د ننګولو لپاره هڅه وکړه چې له طالبانو سره خپلې اړیکې زیاتې کړي. په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په چارو کې ښکیل ټول هیوادونه له طالبانو سره په خبرو بوخت وو، چې داسې ښکاریده، چې د طالبانو د نیولو لپاره نړیواله او سیمه ییزه سیالي روانه ده. د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې له افغانستان سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کالیزې د لمانځلو په پلمه، روسیې په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو په یو لوی غونډه کې راټول کړل او سرګي لاوروف له لویدیځو هېوادونو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
د اشرف غني حکومت د دې حرکتونو او د هغه د حکومت په څنډه کې پاتی کیدلو څخه په غوسه شو، خو لکه څنګه چې امریکا په ورته وخت کې طالبانو ته امتیازات ورکړل او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته یې د حکومت په جوړولو کې د دغې ډلې رول په رسمیت وپېژندل، او د ټول شموله حکومت، بین الافغاني مذاکراتو او اسلامي امارت په نوم د اصطلاحاتو په یادولو سره چې امریکا یې په رسمیت نه پیژني، هڅه وکړه چې د افغان حکومت اندېښنو ته ځواب ووایي، روسیې له طالبانو سره په ښکاره او پټو ناستو او مسکو ته د دغې ډلې د استازو د رابللو ترڅنګ دا یادونه هم وکړه چې په یوه ټول شموله حکومت باور لري. د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ میاشت کې مسکو هغه هېواد ته د افغان حکومت پلاوي ته وویل چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې باید کابل ته مرکزي رول ورکړل شي. روسیې له طالبانو سره خپل نږدېوالی د سولې د تامین یوه هڅه بللې او له کابله یې غوښتي چې له طالبانو سره د مسکو د اړیکو د پراختیا په اړه اندېښنه ونه کړي. خو افغان حکومت د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو اندېښمنونکې نښې لیدلی.
د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې جنرال جان نیکولسن رسنیو ته وویل چې روسیه طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې روسیه د داعش د ځواکونو په شمېر کې مبالغه کوي او په افغانستان کې د داعش حضور د عذر په توګه کاروي او د تاجکستان او افغانستان په پولو کې پوځي مانورونه کوي. د نیکولسن په وینا د روسیې د پوځي تمریناتو یو هدف د افغانستان پولې ته د وسلو لېږدول وو. هغه ادعا کړې وه، چې روسان د پوځي تمریناتو لپاره د تاجکستان سرحدي سیمو ته زیاتې وسلې لېږدوي، خو په واپس تللو کې یې له ځانه سره نه وړي بلکې هغه وسلې طالبانو ته ورکوي.
حقیقت دا دی چې د داعش په اړه ډېر شکونه موجود وو او دا شکونه لا هم له منځه ندي تللي. د حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوال بهرنیان د داعش د پروژې په جوړولو او د افغانستان شمال ته د ناامنیو په انتقال تورنوي، خو د افغان حکومت دننه ځینې کړۍ له داعش سره په همکارۍ تورنوي. د روښنايي غورځنګ د فعالانو له ډلې څخه ځينو يې په وار وار ادعا کړې چې داعش د ملي امنیت شورا دویم نوم دی او حنیف اتمر یې له دغې ډلې سره په همکارۍ تورن کړی.
د افغانستان په پارلمان کې له داعش سره د همکارۍ او یا د داعش تر نامه لاندې د تروریستي فعالیتونو په ترسره کولو کې د بهرنیانو، د افغانستان د ملي امنیت شورا او د پارلمان د ځینو غړو د رول په اړه ډېر تورونه ولګول شول. آن نن هم په ذهنونو کې د داعش یو مبهم او څو اړخیز تصویر شتون لري، ځکه چې د طالبانو ډله څو ځلې د داعش تر نامه لاندې د خپلو مخالفینو په ځپلو تورنه شوې ده.
په سیمه ایزه کچه د ایران او روسیې په ګډون هیوادونو لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا د داعش په پاللو تورنه کړې ده. هرڅه چې وي، د داعش لقب د طالبانو سره د واک په بیرته راستنیدو کې مرسته وکړه.
د ډار اچوونکو ډلو راپورته کېدل چې په روغتونونو کې د ميندو له وژلو، په جمنازيومونو کې د ورزشکارانو، په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو او په ښوونځيو کې د زده کوونکو له وژلو څخه ډډه نه کوي، د خلک ذهنونه دی ته چمتو کړل چې طالبان يوه معتدال ډله معرفي کړي.
د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د تروریستي ډلو د واک د ترلاسه کولو وېره، چې یوه سیمه ییزه اجنډا لري، زیاته کړې او هغوی یې هڅولي، چې له طالبانو سره چې د ملي جهاد ادعا کوي، همکاري وکړي.
طالبانو هم هڅه کړې چې د سیمې هېوادونو او د افغانستان ګاونډیانو ته ډاډ ورکړي چې پر افغانستان له تسلط پرته بل هېڅ مذهبي او سیاسي هدف نه تعقیبوي. د طالبانو ځینو استازو له خپلو ګاونډیانو سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د منځنۍ اسیا د تروریستي ډلو او ایغور افراطیانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو یوه پلاوي مسکو ته سفر وکړ او روسیې ته یې د طالبانو د رژیم د بيا حاكميدلو په اړه ډاډ ورکړ. طالبانو د روسي ډیپلوماټانو د مصونیت ضمانت کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان له شمالي پولو هاخوا به په هیڅ ډول پاروونکي کړنی نه ترسره کوي. په ورته وخت کې دوی روسیې ته ډاډ ورکړ چې هېڅ ډلې ته به اجازه نه وركوي چې د افغانستان له خاورې د روسیې او د افغانستان پر شمالي ګاونډیو د بریدونو لپاره کار واخلي. پر ځای یې روسیې د طالبانو ستاینه وکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر حکومت یې د پخوا په پرتله نور هم په ښکاره ډول نیوکې وکړې. د ۲۰۲۱ کال د جولای په پای کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جولای په ۲۹مه په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو د یوه قوي ځواک په توګه ستاینه وکړه او په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي لومړي مرستیال د طالبانو چلند معقول وباله، نوموړي پر افغان حکومت تور ولګاوه چې د واک د وېش په خبرو کې خنډ ګرځي او په داسې حال کې چې د افغانستان بېلابېلې سیمې یو په بل پسې د طالبانو په لاس کې دي، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د طالبانو د واک زياتېدل د سيمې د امنيت په ګټه ګڼلي دي [۸] .
البته روسیه د طالبانو د رول او له دغې ډلې سره د همکارۍ د ستاینې ترڅنګ په افغانستان کې د حکومت د نسکوریدو او د دغه هیواد له شمالي پولو څخه د ناامنیو د پراخیدو په اړه اندیښنه درلوده. د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، کله چې طالبانو د شیرخان بندر په ګډون د افغانستان شمالي سرحدي سیمې ونیولې، روسیې تاجکستان ته نور ځواکونه واستول او د افغانستان پولې ته څېرمه یې له تاجکستان سره ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.
د همدې کال د اګست په ۱۵ طالبانو کابل هم ونیولو او په افغانستان کې د روسیې سفیر د طالبانو چلند «مسوولانه او مدني» وباله [۹] . نوموړي ویلي، چې هېواد یې له افغانستانه د خپل سفارت د کارکوونکو او دیپلوماتانو د ایستلو اراده نه لري، خو د دې خبرې برعکس څو ورځې وروسته وویل شول، چې څلور روسي پوځي الوتکې افغانستان ته تللې او د دغه هېواد اتباع یې ایستلي دي. لکه څنګه چې د طالبانو واک ته د رسیدو ورځې او اونۍ تیرې شوې، روسان د دې پرمختګ په خطرونو ډیر پوه شول او ظاهرا په دې باور وو چې امریکا لا هم د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره کافي وسایل لري او د طالبانو پر ژمنو تکیه کول او د دې ډلې “مدني” چلند یوه تېروتنه ده.
ارګ ته د طالبانو له راستنېدو یوه میاشت هم نه ده تېره شوې چې د کرملین ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې واک ته د طالبانو د سخت دریځې ډلې راستنېدل د هیچا په ګټه نه دي، ځکه چې ترهګري او مخدره مواد خطرونو اوس هم شتون لري. هغه وویل، «په بل عبارت، زموږ څخه هیچا هم [د طالبانو له واک ته رسیدو څخه] ګټه نه ده پورته کړې، ځکه چې اساسي مسایل [نه حل شوي] پاتې دي… تریاک بیا هم له افغانستان څخه ټولې نړۍ او زموږ هیواد ته په لوی مقدار رارسېږي، او که افغانستان د ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل شي… هو، تر څو چې دا ګواښونه پاتې وي، زموږ هیڅوک به ګټه ونه کړو [۱۰]
د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو په وړاندې د روسیې په دریځ کې مرکزي رول لوبوي. روسیه هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا له متحدینو سره د خپلو اړیکو په عکس کې د افغانستان په اړه خپل دریځ تنظیم کړي. خو د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو پر وړاندې ګډ دریځ نه لري. له طالبانو سره په خبرو کې د ترکمنستان له ښکاره لېوالتیا څخه نیولې تر دې ډلې د تاجکستان سخت مخالفت او د ازبکستان بې پرې دریځ، د منځنۍ اسیا هېوادونه خپل کړکېچن سویلي ګاونډي ته په بل ډول ګوري. روسیه چې منځنۍ اسیا د خپل نفوذ ساحه ګڼي، د دغو هېوادونو د هیڅ یوه له نظر او دریځ څخه سترګې نشي پټولی.
پایله
۱- د مسکو د وروستۍ غونډې ګډونوال لا هم افغانستان د لوېدیځ د نفوذ ساحه ګڼي او په دې هېواد کې د امریکا د کړنو په وړاندې یې د خپل دریځ په اعلانولو او غبرګون کې ځانونه محدود کړي دي. له همدې امله باید له دوی څخه د افغانستان د مسئلې په اړه د ګډ او فعال اقدام تمه ونه کړو.
۲- روسیه او د مسکو په بڼه څو نور مهم غړي د ډیموکراټیکو ارزښتونو لکه د بیان ازادۍ، بشري حقونو او انتخاباتو سره د مخالفت له امله د طالبانو ډله دوستان ګڼي او په دې راضي دي چې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره د لویدیځ پروژه په افغانستان کې ناکامه شوې ده. دوی هیله لري چې طالبان وکولای شي خپله غیر انتخابي اداره جوړه کړي او هیواد داسې یوې لارې ته بوځي چې د سیمې لپاره عادي وي. خو له یوې خوا له ترهګرو ډلو سره د طالبانو پیچلې اړیکې چې سیمه ییزه اجنډا لري او له بلې خوا پر طالبانو د امریکا او لویدیځ کنټرول د دې ډلې له ملاتړه څخه دی هېوادونو ډډه کړې ده.
۳- روسیه د ایران، پاکستان، چین او هند په پرتله د افغانستان د سیاسي او اقتصادي مسایلو په جزیاتو کې کمه ونډه لري او د انرژۍ په پروژو کې (لکه کاسا او ټاپي)، کانونه (لکه د عینک د مسو او د حاجي ګک د اوسپنی کان) او اوبه لکه (د هریرود، هلمند او کونړ سیندونه) د افغانستان د خپلو یاد شویو سیمه ییزو سیالانو په څېر ښکېل نه دی، خو له هغه ځایه چې له شمالي کوریا څخه نیولې تر مرکزي اسیا او قفقاز پورې او له هغه ځایه د اوکراین او د قفقاز سمندر پوري په نړیواله سیالۍ کې ښکیل دی، د سیمې د بل هر هیواد په پرتله، په افغانستان کې د امریکا د هر حرکت څارنه کوله او د تروریزم او ګډوډۍ له احتمال څخه منځنۍ اسیا ته د خپریدو ویره لري.
۴- په منځنۍ اسیا کې د روسیې ګټې پراخې دي او هغه سیمه د خپلي مشغولتیا ساحه بولي. روسیه په منځنۍ اسیا کې له چین، امریکا، ترکیې، ایران او پاکستان سره سیالي کوي. د فرانسې د نړیوالو اړیکو د انسټیټیوټ له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، روسیې له ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په لس کلنه موده کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اته میلیارده ډالره مالي مرسته کړې او په همدې موده کې یې په دې سیمه کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. دا رقم د روسیې په اقتصاد کې د منځنۍ اسیا مهم موقعیت په ګوته کوي. له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته هر ډول ګواښ د روسیې لپاره د بازار او اقتصادي ګټو له پلوه ګران پریوزي.
۵- په وروستیو کلونو کې روسیې هڅه کړې چې طالبانو ته نږدې شي، خو هغه وسیلې چې امریکا یې د طالبانو د چلند د مدیریت لپاره لري لکه (د افغانستان د فضايي حریم د کنټرول ساتلو، د دغې ډلې د امارت د مشروعیت د ویټو کولو، د مرستو د جریان کنټرول په شمول د هغو ډالرو څارنه چې افغانستان ته ننوځي) د دې لامل شوې چې روسیه د طالبانو په وړاندې خپله پخوانی لیوالتیا له لاسه ورکړي. اوس داسې ښکاري چې روسیه د طالبانو مخالفو ډلو سره د همکارۍ احتمال ته رایه ورکړي. د مسکو غونډې ته د طالبانو د استازو نه بلل، روسیې ته د احمد مسعود سفر او د ګلبدین حکمتیار لخوا د طالبانو د مخالفینو په ملاتړ کې د روسیې پر رول نیوکې کول، د دې احتمال نښې څرګندوي.
۶- روسیه د افغانستان په شمال کې د تروریستي ډلو د راغونډیدو په اړه اندیښمنه ده او په دې اند ده چې طالبان د هغو سخت دریځو ډلو د نفوذ د مخنیوي په برخه کې چې سیمه ایزه اجنډا لري، د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.
۷- د مسکو د اعلامیې له لهجې څخه، په تیرو څو کلونو کې د روسیې دریځونو ته کتنه او هغه ستونزې چې په اوکراین کې جګړې ورته رامنځته کړې دي، دې نتیجې ته رسېږو چې هغه هېواد به په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې خپل غبرګوني دریځ ته دوام ورکړي او له تاوتریخجن اقدام به لاس پوري نکړي. روسیه به په افغانستان کې د امریکا د رول له مخې له طالبانو سره خپلې اړیکې تنظیم کړي. که طالب ډله د نن ورځې په پرتله د امریکا امرونو ته ډیر غوږ ونیسي او د هیواد په شمال کې د ترهګرو ډلو د شتون او له هغې لارې د مخدره موادو د قاچاق د زیاتوالي په اړه د روسیې اندیښنو ته پام ونه کړي، د ۱۹۹۰ لسیزې د وروستی سناریو د تکراریدو او د طالبانو د پوځي مخالفینو سره د روسیې د جدي ملاتړ احتمال به زیات شي.
[۱] https://www.unodc.org/rpanc/en/Sub-programme-4/afghan-opiate-trafficking-along-the-northern-route.html
[۲] https://www.ui.se/forskning/centrum-for-osteuropastudier/sceeus-report/russian-interests-in-afghanistan-sceeus-report-no12021/
۳] Russia Has Communication Channel With Taliban – Foreign Ministry Official – 26.10.2015, Sputnik International (sputniknews.com)
[۴] Did Putin meet with the Taliban leadership in Dushanbe? (ozodi.org)
[۵] Taliban denies sharing ISIL intelligence with Russia | Taliban News | Al Jazeera
[۶] Dushanbe Probing Claim Taliban Tanks Being Repaired In Tajikistan (rferl.org)
[۷] https://www.bbc.com/news/world-asia-43500299
[۸] https://www.russiamatters.org/news/russia-review/russia-review-july-23-30-2021
[۹] https://www.ndtv.com/world-news/moscow-evacuates-russians-ex-soviet-citizens-from-afghanistan-2518344
[۱۰] https://tass.com/world/1336275