۸صبح، غور: غور کې روغتیایي سرچینې په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د مړینې له زیاتوالي خبر ورکوي.
د غور له ولایتي روغتونه سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې په روان یوه کال کې په دې ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د مړینې شمېر زیات شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د روان کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۵۴۵ ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي دي، چې له دې منځه ۲۹ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا د تېر کال په لومړیو کې د غور د یو شمېر ولسوالیو د لارو د خرابوالی له امله د شري واکسین نه وو پکې تطبیق شوي.