۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار ولایت سرچینې وایي چې په تورخم کې د ترافیکي پېښې له امله کابو شل تنه مړه او ټپيان شول.
دا پېښه یکشنبې د لیندۍ په دیارلسمه، د تورخم په دروازه کې له هغې وروسته وشوه چې یو باروړونکی موټر د مسافرو پر لیکه ورچپه شو.
د پېښې یو شاهد وحیدالله ۸صبح ورځپاڼې ته په ددغه پېښه کې د شلو تنو مرګژوبله تاییدوي.
تراوسه د مړو او ټپیانو کره شمېر نه دی روښانه شوی.
په ننګرهار ولایت کې ځایي طالب چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت د ترافیکي پېښو له امله خلک قرباني کېږي.