۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، چې طالبان د افغانانو له نړیوالو حقونو منکر دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند چهارشنبه سهار د مرغومي پر پنځمه نېټه د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا موضوع بیان کړې ده.
پرایس ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د زدهکړو پر نړیواله ورځ یو ځل بیا له افغان نجونو او ښځو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ویلو ده، چې افغانستان کې د نجونو د زدهکړو ممنوعیت د زدهکړو پر نړیواله ورځ د نړۍ د سیاستوالو د پيغامونو اصلي چورلیز و.