۸صبح، کابل: د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې په مکروریانونو کې د طالبانو له خوا کورپهکور پلټنې پیل شوې دي.
د کابل ښار د مکروریانونو یو شمېر اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د کورونو پلټنې چهارشنبه سهار د سلواغې پر پنځمه نېټه پيل شوې دي.
د سرچینو د خبرو له مخې طالبان د مکروریانونو په بېلابېلو برخو کې له ځانګړو ځواکونو او جنګي توکو سره حضور لري او کورونه تلاشي کوي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه پلټنې د څه لپاره پیل شوې دي.
کابل کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دوې اونۍ مخکې هم د کابل ښار په دهمزنګ، کارته ۴ او مرکزي سیلو سیمو کورپهکور پلټنې پیل شوې وې.