طالبانو پر هېواد له ولکي ټینګولو وروسته، د نجونو پر مخ د منځنيو ښونځيو او عالي لېسو، دروازې تړلې دي. ددې ډلې چارواکو، په تدریجي ډول ښوونځیو او بیا پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ بند کړی دی. خو په بلخ کې، یو شمېر ځوانانو، د پوهنې د ارزښت په درک کولو سره، یو ښوونځی پرانیستی او په پټه زدکوونکو ته، د ښوونځیو بېلابېل مضامین تدریسوي.
که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې، د افغانستان په پوهنتونونو کې، د نجونو او مېرمنو حضور، د تېرو کلونو په پرتله، کابو شلځله زیات شوی و، خو نن دوی ته اجازه نهورکول کېږي، چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي. له همدې امله په هېواد کې، پټ تعلیمي مرکزونه جوړیږي او وده کوي. دغه مرکزونه چې د طالبانو د امر پر خلاف، په پټه فعالیت کوي، د نجونو لپاره یې، د زدکړو زمینه برابره کړې ده.
احمد (مستعار نوم) په بلخ کې، د یوه پټ ښوونځي له چارواکو څخه دی. په مزارشريف ښار کې يې په پټه، د نجونو لپاره د زدکړو زمينه برابره کړې ده. احمد ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د نجونو پر زدکړو دوامدار محدودیتونه، ددې لامل شوي، چې ژوند ته یې له ګواښونو سره سره، د نجونو د زدکړو یوه هيله ژوندی وساتي. هغه هره ورځ لسګونو نجونو ته وړیا درس ورکوي. هغه زیاتوي:«موږ له یوې میاشتې راهیسې، د طالبانو له سترګو لرې لېرې، د نجونو روزنه پیل کړې ده. »
دا ښوونکی هڅه کوي چې ښځینه زدکونکي د کانکور ازموینې لپاره چمتو کړي. د هغه په دغه پټ نصاب کې، د کانکور لپاره تیاری، شامل کړی دی. دا ښوونکی، د ښځینه زدکونکو لپاره د حساب، پرمختللی ریاضی، کیمیا، هندسې، فزیک او انګلیسي ژبې په ګډون، بېلابېل مضامین تدریسوي. احمد زیاتوي: «که څه هم ددې مضامینو په تدریس سره، د کانکور ازموینې لپاره د زدکونکو چمتو کول ستونزمن کار دی، خو زه هڅه کوم چې یوه همکار په پیدا کولو سره، کانکور آزموینه لپاره چمتووالي لپاره، په نصاب کې، نور مضامین هم شامل کړو»
هغه زدکوونکي، چې په دغه پټه ښوونیز مرکز کې زدکړې کوي، ددغه ښوونیز مرکز له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې په داسې حال کې چې دوی له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ ول، دغه ښوونیز مرکز د دوی لپاره د هيلو يوه کړکۍ پرانيستې ده.
ددغه ښوونیز مرکز د يوولسم ټولګي يوه زدکوونکې مريم (مستعارر نوم) وايي: «لومړی طالبانو زموږ پر مخ د ښوونځي دروازې وتړلې. زموږ یوازینۍ هیله ښوونیز مرکزونه وو چې شپه او ورځ مو د ظرفیت لوړولو لپاره کار او زدکړې کولې، خو طالبانو دا ټول بند کړل.» دغه زدکوونکی ښوونه او روزنه، یو انساني حق او د خلکو مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې په دغه ښوونیز مرکز کې به خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
ددې ښوونیز مرکز يوه بله زدکوونکې فريحه (مستعار نوم) وايي: «پوهنه زموږ حق دى او طالبان بايد دا حق له موږ څخه وانخلي.» هغه زیاتوي چې طالبان باید نجونو او هلکانو ته اجازه ورکړي چې په مساوي توګه له زدکړو برخمن شي، څو په راتلونکي کې د افغانستان په بیارغونه کې رول ولوبوي. د فريحې په وينا، د ځوانانو د زدکړو مخنيوى به هېواد د تيارو لور ته بوځي او په دې تياره کې به، نه یوازې چارواکي زيانمن شي؛ بلکې د کورنيو برخليک به هم بدل شي.
د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیزنه
څه باندې یو نیم کال کېږي چې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته زدکړو دروازې د طالبانو لخوا تړل شوي. په داسې حال کې چې د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو وعده کړې وه چې په تعلیمي نصاب کې د بدلون په راوستلو سره به په ښوونځیو کې د نجونو د زدکړې امکان رامنځته کړي، خو د هغه بندیز له دوام سره سره، له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې دوی د نجونو پر مخ پوهنتونونه او تعلیمي مرکزونه هم وتړل.
د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په پای کې، د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې دې، د نجونو د ورتلو مخه ونیسي! د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سرپرست په فرمان کې راغلي: «د کابینې د ۲۸ ګڼې پرېکړه لیک پر بنسټ تاسو ټولو ته خبر درکول کېږي چې تر بلې خبرتیا پورې، د نجونو د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه عملي کړئ او د خپلو کړنو په اړه د لوړو زدکړو وزارت ته ډاډ ورکړئ.» وروسته د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت هم د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د دروازو د تړلو امر صادر کړ.
د نجونو له تعلیمه د منع کولو په اړه غبرګونونه
سږ کال د «ښوونې نړیوالې ورځې» په مناسبت چې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم له حق څخه د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د «ظالمانه بندیزونو» د لغوه کولو غوښتنه وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې له طالبانو سره د امریکا او متحدینو اړیکې به د هغو بشري حقونو د سرغړونو او «ظالمانه او له کرکو ډکو کړنو» پر بنسټ وي، چې طالبانو په دې وروستیو کې تر سره کړي دي.
د نړیوالو سازمانونو چارواکو، د ګاونډیو او اروپايي هېوادونو استازو او نورو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي چې افغان نجونې دې پرېږدي چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي. په هر حال، طالبانو ددغو غوښتنو څخه یوه هم ونه منله، او لا یې د عمومي فضا څخه د نجونو او ښځو ایستلو ته دوام ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (سه شنبه، د سلواغي ۴مه) د پوهنې نړیواله ورځ وه، چې د یونسکو یا د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې له خوا، د افغان ښځو او نجونو له تعلیمي حقه د ملاتړ په موخه ځانګړې شوې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د همدې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې، د افغان نجونو او ښځو پر زدکړو، د طالبانو بندیز «ظالمانه» بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د نړیوالې ورځې په رارسیدو سره ویلي چې واشنګټن او متحدین به یې له دغې ډلې سره د مبارزې په برخه کې، خپل اقدامات د هغو «ظالمانه او له کرکې ډکو اقداماتو» پر بنسټ کوي، چې په دې وروستیو د طالبانو له ډلې سرته رسولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیدپرائس په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ له طالبانو سره د بشري حقونو د سرغړونو، ظالمانه او له کرکو ډکو کړنو ته په کتو، چې په وروستیو اوونیو میاشتو کې یې کړي، له طالبانو سره پخپلو کړنو او تعامل بیا کتنه کوو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم خبرداری ورکړی چې دا کړنې به طالبانو ته تاوان ورسوي او ټینګار یې وکړ چې ټول انتخابونه د میز په سر پراته دي.
ددې ترڅنګ، په افغانستان کې د بشري حقونو په چاروکې، د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ چې په شخصي توګه یې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت له نږدې کتلی، د «فریډم هاوس» موسسې وروستی راپور شریک کړی او ویلي یې دي چې په اوسني افغانستان کې، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې دوی له «ځانګړو ننګونو» او «غیر اخلاقي تورونو» لکه وهلو ټکولو او سنکسار مجازاتو سره مخ دي.
له بلې خوا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې نجونې او ښځې، د طالبانو له خوا له بېلابېلو بندیزونو سره مخ دي. د زدکړو د حق په نهلرلو سربېره، ښځې له محرم پرته د تګ راتګ، په دولتي او نادولتي موسسو کې له کار کولو او عامه حمامونو او د ښار پارکونو ته د تګ له حقه هم محرومې شوې دي.