۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا اداري کمېسیون د افغانستان په۱۱ ولایتونو کې ۲۷ ولسوالۍ په اداري واحدونو کې شاملې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د کب میاشتې پر ٢ خبر ورکړی، چې دغه ولسوالۍ په محرومو سيمو کې د ټولو ښاريانو د برابرو ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره رامنځته شوې دي.
نوې جوړې شوې ولسوالۍ د هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو په اداري واحدونو کې شاملې شوې دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، نوي اداري واحدونه د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت په وړانديز او د دغې ډلې د رییسالوزرا د دفتر د اداري کمېسيون په منظورۍ رامنځته شوي.
د طالبانو رییسالوزرا د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې څلورو سرحدونه او د نویو تاسیس شویو ولسوالیو مرکزونه دې د خپلو اوسېدونکو په مشوره وټاکي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک له تر لاسه کولو وروسته د نوو ولسواليو د پېژندلو او ادارې لړۍ پيل کړې وه.