۸صبح، کابل: د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپله ټوېټر پاڼه نن سه شنبې د غرمې وروسته لیکلي چې د کب میاشتې په نهمه او لسمه په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کېږي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ به په پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کابل، ميدان وردګو، باميانو، دايکندي، غزني، اروزګان، کندهار او زابل ولايتونو کې د واورې او باران ورښت وشي.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو باران او ۱۰ تر ۲۰ سانتي متره واوره اټکل کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اکثرو ولايتونو لارې له هرې واورې او باران وروسته د غرني طبيعت له امله د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.