۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه وژلې ده.
سرچينې د تلې په ٩مه وويل، چې دغه مېرمن مامه تاش نومېده او په مامه ګل مشهوره وه چې د دوشنبې په شپه د کب په ٨مه د تخار ولايت د دشت قلعه ولسوالۍ په غزتېپې کلي کې د خپل کور د ننه په ډزو ووژل شوه.
دغه مېرمن ۳۰ کلنه وه او د طالبانو له خوا وژل شوې ده.
د دې وژنې انګېزه لا هم نه ده څرګنده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې هم طالبانو د تالقانو ښار د څلور لارې په سيمه کې يوه ځوانه ښځه په ډزو ويشتلې وه.