۸صبح، کابل: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي د دوشنبې پر ورځ د لړم پر دریمه د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي سره په دوحه کې لیدلي دي.
د ذبیحالله مجاهد په خبره دې لیدنه کې د طالبانو د سیاسي او اقتصادي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
مجاهد ویلي، تمه ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره پلاوی راتلونکو دوو ورځو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو بحث وکړي.