۸صبح، کابل: تمه ده، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي سره د قطر پلازمینې دوحه کې خبرې اترې وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یوه ټويټ کې لیکلي، دغه مذاکرات به د سهشنبې پر ورځ د لړم پر څلورمه د دوحې پر وخت ۸:۳۰ بجې پیل شي.
د مجاهد په خبره په دې ناسته کې به پر سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو بحث وشي.
وانګيي د دوشنبې پر ماښام له ملابرادر سره هم کتلي دي.
د ذبیحالله مجاهد په خبره دې لیدنه کې د طالبانو د سیاسي او اقتصادي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.