د مرستو یوه ۴۰ میلیون ډالري جوپه کابل ته ورسېده

۸صبح، کابل: د بشردوستانه مرستو په دوام کې طالبانو کابل ته د مرستو د یوې بلې ۴۰ میلیون ډالري جوپې له رسېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سه شنبه د وږي پر ۱۵ اعلان کړی، چې د مرستو یوه ۴۰ میلیون ډالري جوپه کابل ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوې ده.
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې له هرې اصولي لارې افغانستان ته د اسعارو دننه کول ښه ګام دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلي نقدي مرستې د هېواد د بانکي سکټور له لارې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د وږي پر ۸ هم د مرستو یوه ۴۰ میلیون ډالري جوپه کابل ته رسېدلې وه.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له افغانستان سره تر یو میلیارد ډالرو زیاته مرسته شوې؛ خو طالبان د دغو مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه معلومات نه وړاندې کوي.