۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې ښايي له پاکستان څخه په راتلونکو میاشتو کې له ۴۸۳ زره ډېر افغانان افغانستان ته راستانه شي.
اوچا دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه یو راپور کې ویلي چې د دغو راستنېدونکو ۹۸ سلنه به د مرستې رسونې پروګرامونو له ملاتړه برخمن شي.
د دغه بنسټ په خبره، د تېر میلادي کال په درېیو وروستیو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، اوږدمهاله بېځایه کېدل، پر چاودېدونکو توکو د ځمکو ککړتیا، د ښځو پر ازادیو او حقونو دوامداره محدویتونه، له جنسیتي تاوتریخوالي سره د مخامختیا ډېروالی، د ماشومانو کار، له وخت وړاندې واده، اقلیمي بدلولونه او طبیعي پېښې په ځانګړي ډول وروستۍ زلزلې او وچکالي ښيي چې افغانستان د یو حفاظتي ناروین په لومړي کتار کې پاتې کېږي.
په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو د پلان پر بنسټ، د افغانستان نیمايي وګړي یعنې ۲۳.۷ میلیونه کسان په یو ډول نه یو ډول بشردوستانه مرستو ته اړ دي.
خو اوچا ټينګار کړی چې د ټولو اړمنو له ډلې، د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون ۱۷.۳ میلیونه زیانمنونکي کسان د مرستې رسونې تر پوښښ لاندې راولي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر کال په نومبر کې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته کډوالو د شړلو لړۍ پېل کړې ده.
ملګرو ملتونو له اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه د خپلو ټولو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له ۳.۰۶ میلیارده ډېرو ډالرو غوښتنه کړې ده.
اوچا ویلي چې پر دې پیسو به زیانمنو افغانانو ته د څښلو پاکې اوبو، روغتیايي امکانات، خوړو، کرنې، زدهکړو او سرپناه په ګډون د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړي.