۸صبح، ارزګان: د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د طالبانو ښاروالۍ د دغه ښار د امانالله خان څلورلارې نوم د دې ډلې د یوه قوماندان نوم ته بدل کړی دی.
ترینکوټ ښار کې هغه څلورلارې، چې د مخکیني حکومت پرمهال د امانالله خان په نوم نومول شوې وه دوشنبه د وږي پر ۱۴ د طالبانو د وژل شوي قوماندان «عبدالرازق نافذ» په نوم شوه.
ترینکوټ کې د طالبانو ښاروال مولوي هنر د څلورلارې د نوم بدلولو په مراسمو کې وویل، چې د دغې څلورلارې د نوم پر بدلولو ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی دی.
د هغه په وینا، عبدالرازق نافذ د بهرنیو ځواکونو پروړاندې جګړه کړې او په دغه اقدام سره به د ټولنې په نورو نسلونو کې د هغه نوم تلپاتې شي.
عبدالرازق نافذ د ارزګان ولایت د چرمستان سیمې اوسېدونکی و او څو کاله مخکې د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو.