۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د یو «شکنجه شوي» ماشوم مړی موندل شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۳۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د دې بې سرپرسته ماشوم مړی تېره ورځ ناوخته موندل شوی دی.
د سرچينو په وینا، دا مړی د ناپېژاندو کسانو له خوا د مړو د ساتنې خونې مخې ته اېښودل شوى و.
په دې هکله نور جزییات نه دي وړاندې شوي.
د معلوماتو له مخې، د دې ماشوم پر بدن د شکنجې نښېنښانې لیدل کېږي.
په ننګرهار کې طالب سیمهییزو مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې جنايي پېښې په ځانګړې توګه مرموز وژنې ډېرې شوې دي.
څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې د یو هټیوال له خوا یو کس وژل شوی و.





