۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي سرچینو د یو کس د مړي موندل کېدو خبر ورکړی دی.
د سرچینو په خبره، د دغه کس مړی نن یکشنبه د کب بر ۲۰مه د ګرمسیر ولسوالۍ په ریګ سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینې وايي چې خلکو د دغه کس مړی داسې مهال موندلی چې څېره یې نه پېژندل کېده.
د سرچینو په خبره، ښايي دا کس یو کال وړاندې وژل شوی وي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.
د راپورونو په حواله، نن په غزني کې هم د یو کس مړی موندل شوی و.