۸صبح، غور: د غور سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.
سرچينې شنبه د چنګاښ پر ۳۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې یوه بې پيلوټه الوتکه له پرون سهار راهیسې د غور پر مرکز فيروزکوه ښار او د دغه ولايت پر يو شمېر ولسواليو ګزمه کوي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه د کوم هېواد له لارې د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.
ورته مهال، د طالبانو یوې سرچینې هم د دغه ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکې ګزمه منلې ده.
۱۰ ورځې دمخه هم یوې بې پیلوټه الوتکې د غور ولایت په اسمان کې ګزمه کړې وه.
په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.
څه موده مخکې د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد د هېواد په فضا کې د بېپيلوټه الوتکو ګزمې منلې وې.





