۸صبح، کندهار: کندهار کې ځايي سرچینې وايي، چې یوه انسان تښتوونکي دوه ماشومان تښتولي و او غوښتل یې سرونه ترې غوڅ کړي.
د سرچینو په خبره، نوموړی سهشنبه د غويي پر ۶ ونیول شو او ماشومان ژغورل شوي دي.
یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا کس محمداسماعیل نومېده او له روزګان څخه یې یاد ماشومان تښتولي و. سرچینه وايي، چې نوموړي کس غوښتل، ماشومان حلال کړي؛ خو کندهار کې ځايي امنیتي مسوولانو نیولی او ماشومان یې ترې ژغورلي دي.
سرچینه زیاتوي، نوموړي څو ورځې وړاندې د ترور لور او زوی چې عمرونه یې د لسو او اتو کالو و، تښتولي و او د کندهار ارغنداب کې داسې مهال ونیول شو، چې د یوه ماشوم پر حلالولو بوخت و.
دغه سرچینه وايي، چې د انسان تښتوونکي له منګولو ماشوم ژغورل شوی او د درملنې په موخه د کندهار حوزوي روغتون ته لېږل شوی.
دا په کندهار په خپل ساري کې لومړۍ پېښه ده، چې انسان تښتوونکي د تښتول شویو ماشومانو د حلالولو پرېکړه کړې ده.