۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې نامعلومو وسلهوالو یو ډاکټر وژلی او وراره یې ټپي کړی دی.
یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه چهارشنبه د غويي پر ۷ ماښام مهال د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینه وايي، چې وژل شوی ډاکټر نورمحمد ملکزی نومېده.
د سرچینې په خبره، نوموړی ډاکټر په موټر کې له خپل وراره سره د کور پر لور روان و، چې ناپېژانده وسلهوالو پرې ډزې کړې دي. سرچینه زیاتوي، چې په دغو ډزو کې ډاکټر نورمحمد ملکزی ځای پرځای وژل شوی او وراره یې سخت ټپي دی.
یادې سرچینې ویلي، چې دغه ډاکټر د کونړ اصلي اوسېدونکی و او له اوږدې مودې راهیسې د ننګرهار پوهنتون روغتون په جراحي برخه کې یې دنده لرله.
تر اوسه د پېښې په تړاو ځايي طالب مسوولانو څه نه دي ویلي.
دغه راز د یادې پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی.
ننګرهار کې د تېر په څېر یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.