«ټول په دې فکر دي، چې نور وګړي او ټول بشریت بدل کړي؛
خو هېڅوک د ځان د بدلولو په فکر کې نه دي.» تولستوی
د ادبیاتو، عرفان او امنیت په پراخ بحث باندې تر ورګډېدلو دمخه یو څه د ځان او خپلې دا ډول لیکنې او دریځ په اړه:
شخصي عرفان
د فرد یا وګړي آزادي داده، چې هر بل وګړی هومره آزاد وپېژني؛ څومره چې د خپل فکر، باور، ژوند او چلند غوره کولو لپاره ځانته آزادي غواړي. ژوند، هماهنګي او سوله هغه مهال شته، چې موږ هر یو د هر بل وګړي د شخصي حریم او آزادۍ درناوی وکړو.
زه، له ځان سره خپل یم. او «خپل» هغه وخت حقیقت مومي، چې وګړی یا فرد په فکرونو، باورونو، اندېښنو، انګیرنو، خبرو، کړنو او هر راز فعالیت او حضور سره یوازې «ځان« او «خپل» واوسي.
وګړی، «ځان» او هستي، په شخصي او فردي توګه، تجربه کوي. زما نړۍ، زما لخوا تجربه شوې «نړۍ» ده. او زما نړۍ، زما د اګاهۍ حدود دي. نو نن چې د کلمې په رنګ، د سولې د عرفان، ادبي نقاشي کوم؛ نو زه یوازې خپله شخصي تجربه او د خپلې اګاهۍ ژوندی او حاضر وضعیت ستاسو په وړاندې نندارې ته وړاندې کوم.
دا را سره ومنئ، چې دا ډول دریځ او چلند زما شخصي بدعت او د ټولنیز آهنین نظم د ورانولو انقلاب یا کودتا یا هم ذهني انتحار نه دی. د خپل وخت د غږ او رڼا سلطان شمس تبریز، په همعصرو علماوو او مشایخو غږ کاوه، چې تاسو د خپل عصر سړي یاست؛ نو خپلې خبرې مو څه چېرې دي؟
له دې خبرو مې مقصد دادی، چې په دې لیکنه کې، نه تاسو ته د تاریخ او موزیم په بې ساه کوڅو کې، د ننوتیو لویانو خبرې لرم، نه د هغوی پر ویناو، پر خپل اند او باور د تایید مهر لګوم او نه دا منلای شم، چې د فلاني فکر، مکتب او سړي توضیح له ما سره ده.
عرفان- زما لپاره- فقط خپله فردي تجربه او ځان موندنه ده. عرفان نوې، تازه او ژوندۍ تجربه او د هغې تجربې انځورول دي، په ژبنیو ابزارو سره.
زه هڅه کړم، چې په عرفان کې د زړه په حواسو-یادروني حواسو- نوې متاع را وسپړم.
نغواړم پر ځان راټولېدل په یوه بل ډول استبداد واړم. ځکه نو ښایي یوه لاره دا وي، چې ویناوال او د متن کاتب د تاریخ په اوږدو کې، د تالیف شوي متن، پر ضبط شويو کتابونو او دفترونو ور ټول شي! خو اجازه راکړئ دا هم یوه طریقه وپېژنو، چې وګړی د شخصي، فردي او حقیقې تجربې لاره ونیسي. خو زما لپاره رښتینې داده، چې دلته خپل شخصي عرفان واوروم.
عرفان، ادبیات او سوله!
اوس دا پوښتنه پېدا کېږي، چې سوله په ادبیاتو او عرفان راولو، که نه ادبیات او عرفان باندې د سولې له جنسه شي؟
آیا ادبیات یوازې د سولې، امن او ټیکاو د کلمو د باران په جوړولو سره، عرفاني کېږي؟
په افغانستان کې، د تېرې نیمې پېړۍ فزیکي زمان ښیي، چې ادبیات څرنګه خپله په سرو، شنو، او تورو چړو واوښتل او خلک یې په زړونو او ذهنونو زخمي زخمي، پرېښوول، چې د تاریخ دغه فصل په قهار تیاتر بدل شي!
اوس له دومره، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري، فکري او رواني بدلونونو او تحولاتو سره سره، ولې سوله او د وګړي فردي خوندیتوب زموږ له سیمې، زموږ له ژوند او زموږ له ذهن او زړه نه په تېښته ده؟
آیا ادبیات مو هغه دي، چې سولې ته کښتۍ شي؟ ایا عرفان مو د واقعي، ذهني، دروني او بالاخره فزیکي سولې تومنه او مایه له ځان سره لري؟
ولې له دومره سوله سوله ویلو، سره سوله د هوا مرغۍ ده؟
ایا دغه ژبه، دغه تالیف، دغه منظوم او منثور لیک مو سولیالي دي؟
زما موندنه ماته وایي، ماته ښیي، پر ما مني، چې ژبه، کلام، تخلیق، ادبیات او بیا په تېره عرفاني ادبیات مو، چې خوراک او څښاک یې عشق نه وي، بې سولې بېخوندیتوبه دي.
زما لپاره مینهګره ژبه، مینهګر نثر او شعر د سولې او فردي خوندیتوب د مانیفست ژبه او پوهه کېدلای شي.
خو دلته ادبیات، نثر او نظم د انقلاب طاعون وهلي.
دلته ژبه د انقلاب چاړه شوې.
دلته قتل د فرهنګ برخه ګرځېدلی.
دلته د «قتل» په ټټر د ویاړ او غرور زئوسي نښانونه نصب شوي.
دلته تاریخ د وژونکو سردارانو په غوغا لیونی شوي.
او دلته ادبیات او عرفان د زړه پر ځای د ذهن په ناچله پیسو ډک شوی…
مه حیرانېږئ: دا زما خپل عرفان دی. زه ددې واک لرم، چې خپل ژوند په ژوندي، حاضر او تر ټولو حقیقي عرفاني سفر واړوم. زما یې له سنګي کتابونو او نظمونو او امرونو او فرمانونو سره څه کار؟!
خو وایئ به چې ځان پرېږده، د پوهانو، مخکښانو، نوابغو او علامه و له قوله وغږېږه!
څه مهال دمخه یوه ځوان دوست، چې زیات کتابونه یې لوستي، بل ته وېل، چې د غالب په اړه لس زره نقدونه شوي دي. که دلته د خپلې وړوکې اریایي جزیرې په جغرافیا کې، د عارفان د تللو استاذانو او پېرانو ادبي میراث ته راګرځو نو بیا ګورو، چې که زرګونه نه وي، خو سلګونه «نقدونه!» ور باندې شوي. خو آیا د باغ د یوې ساده تابلو په لیدلو سره شونې ده، چې زه د باغ عطر، د باغ د مرغانو شور او پړق، د باغ د ګلانو او باوراګانو بې کلامه یارانه، د چینې بې کلمې سندره، د کلمو په عکسونو کې، د ناپېدا باغ مسافر ته چاپ او په واک کې ورکړم؟
دلیل مه رانه غواړئ، ځکه چې دلیل او برهان د مذهبي او اعتقادي افکارو بنسټ بلل شوی.
خو نه کېږي، چې ځان او هر بل مینهګر عرفاني لاروی ونه پوښتم: آیا تر مولانا رومي، بل زیات مولانا شته؟ آیا تر بایزید او عطار ساده، روان او حقیقي بایزید یا عطار یې شته، چې هغه یو یو موږ ته د نقد د تشریح د میز د پاسه را وسپړي؟
په بایزید روښان او مولانا رومی به پرته له هغوی څخه بل څوک ښه پوه شي؟ وګړی (زه، ته، هغه) خو د ځان پېژندنې د بېسوادۍ طاعون وهلي، نو زموږ هر یوه یې د شمس او بایزید د اعماقي پوهو په تشریح، تفسیر او تاویلاتو څه کار؟!
په هر حال هر سړی پوه شه کار یې پوه شه. زه یوازې ځان کېدلای شم او دا مې مسلک، مکتب او ژوندی عرفان دی.
ماته دلیل «هغه توضیح او تشریح» برېښي،« چې د یوه عمل او روش په اړه یې کوو.»
بشر د خپل استدلال له امله ډېر زیان ګټلی دی.
د بل بدلولو دوزخ
کلونه وړاندې، دغه سوال زما د اګاهۍ فضا اشغال کړه:
«موږ ولې د قتلولو او وژلو په ماشیني موجوداتو بدل شو؟»
«ولې دلته جنګ، کورنی جنګ او انقلابي جنګ- چې د وژلو، ځپلو او زندۍ کولو تر ټولو خونړۍ بڼه یې ده، د ادبیاتو په اوږو، د نظم او حماسي نثر په په کپسولونو کې، د لوړتیا، عروج او افتخار په دریځ کې ولاړه ده؟
ولې دلته انسان «انسان» وژني؟
ولې انسان، «انسان» بندي کوي؟
څه لپاره انسان، «انسان» کافر، ناروا، دوزخي او له خدایه تښتېدلی معرفي کوي؟
او دا تومنه (د بل بدلولو دوزخ)[1] په تابلو کې چاپ شوه.
زما د ټول ژوند موندنه داده چې جګړه، وژنه، او په هره وسیله او ذریعه د بل بدلول، د فطرت، خلقت او ژوندۍ الهي ارادې پر ضد، د ذهني نفسانیاتو اختراع او ټولعمره مشغولا ده!
یوازې ژوندی کلام او ژوندی عرفان کولای شي د خپل عاشقانه حرکت په غورځو پرځو سره، د انسان په وېښولو لاس پورې کړي. زما ټوله هڅه داده، چې د زړونو په الفبا سره، د مینهګرې سولې د مانیفست کښت پېل شي؛ خو دا چاره به ستاسو په اشتراک تر سره کېږي.
د انقلابونو قربانیان
- د انګلستان انقلاب سل زره تنه،[2]
- د امریکې انقلاب څه د پاسه ۲۵ زره کسان ووژل شول .[3]
- د فرانسې انقلاب ۳۰۰،۰۰۰کسان وخوړل .[4]
- د مکسیکو انقلاب په چړې، دوه ملیونه کسان ووژل شول[5] .
- د مادي مساوات لپاره تر سره شوي د روسیې انقلاب سره ښامار،۱۶ ملیونه کسان له ستوني تېر کړل[6] .
- د چین انقلاب زیړ ښامار، څه د پاسه ۶۰ ملیونه وګړي، د کمونیستي ټولنې له وجوده تصفیه کړل .[7]
- د کمبودیا د سرو خمریانو انقلاب،فقط په څلورو کلونو کې د هغه هېواد له اووه میلیونه وګړو څخه پوره دوه ملیونه نامطلوب! او ناروا وګړي، د هرزه خېشاوې په څېر، د مساوي وېش کتلوي ژوند لپاره، د ټولنې له انساني نفوسه ووېستل،[8]
- همدغه راز د آسیا، اروپا، افریقا او لاتینې امریکې او له هغې ډلې د افغانستان په انقلابونو کې هم ( د سرو،شنو او سپینو بیرغونو تر اصلاحي فرمانونو لاندې، په ملیونونو نامطلوب- البته ذهني باورونو او ایدیالوجیو ته نامطلوب وګړي د ژوند له اقلیمه د عدم کندې ته واچول شول .
خدای ګټلو جګړه:
«خدای هغه څه دی، چې ته باور ولرې. هېڅ انسان د خدای د هستۍ په اړه تېروتنه نه کوي؛ خو یو انسان هم په سمه توګه نه پوهېږي، چې دده پېژندنه له خدای څخه څه شی ده؟
د خدای په اړه هېڅ راز او رمز نشته؛ خو داچې خدای هغه څه دی، چې هر روح باور لري، چې واوسي. دا د خدای معما ده، ځکه نو ټول د خدای د لویوالی او عظمت او خپلې پېژندنې په اړه، سره په شخړه او لانجه کې دي.» [9]
خدای شته. نو خدای د بحث موضوع نشي کېدای. بحث د اشیاو او اشخاصو د ناپېژاندو اړخونو د راسپړلو او علمي کولو لپاره ترسره کېږي. او په خدای ټول علم او ټوله فلسفه تمامه ده. نو زه پر ځان بندیز لګوم. ماده او مادي ذهن د خرد، اګاهۍ او حکمت په اړه دومره دروغجن دی، لکه عکس چې د خپلې موضوع په وړاندې دروغجن دی.
«نقل دی، چې ملنګ ووېل:
هغه چېرې ولټوم؟
ویې وېل: چېرې دې ولټاوه، چې ودې نه مونده؟»
تذکره الاولیا، ابوسعید ابولخیر
اشراق او شهود
اشراق او شهود یا د پوهېدلو قدرت، له حسي ابزارو پرته، د پوهې ترلاسه کولو قدرت او دغه رنګه د ذاتي او غریزي پوهېدلو په معنا پېژندل شوي. د اشراق او شهود رکن له لاشیي جهان سره تړلی دی.
شهود: پرته له ځنډه لیدل او پوهېدل. د روح او لاشیي جهان ترمنځ چې په زړه کې دی، پیوند جوړول.
اشراق له کلمې کار نه اخلي. د لاشیي جهان قدرت ستا دننه دی.
ښایي له یوه پلوه عرفان فردی مذهب ته ورته څه وي! زما لپاره حقیقت شخصي دی. لکه خدای چې د یوه یوه شخصي دی.
حقیقت شخصي دی او بیا بیا د یوه یوه وګړي لخوا فتح کېږي.
«حیران یم، چې وګړي څرنګه د یوه بل روحي حالت باندې قضاوت کوي.»
عشق له سواد لوړ عرفان
«عشق هر څه دی. بې له هغه هېځ نشته، زه عشق یم او عشق زما «خپل» دی.»
زه پر ژوند میېن یم.
زه هغه یم، چې اوسم.»
پایله:
یوڅه شته، چې پر کلمې ډېر دي. له کلمې زیاتېږي. فزیکي ژبه چې هر ځل د هغه منزل سره راویښه شي، نو ګونګه شي، زبون یې ووهل شي.
ددغو اوښانو کاروان، سمندر نشي خوړلای، نشي یې څښلي؛ نشي ور نېږدې کېدلای!
اوښان د سمندر نه دي! او نه ورګډېږي. ځکه «زه، ته، هغه» هغه ګونګیان یو، خو له سمندر ډک ډک وېده پراته او په دغې ژبې خپلې پرتې وایو؛ جګړې همداسې راسره پېدا او روانې شوې.
انسان د سمندر ځای، لاره او دره دی. سمندر له دغه تنګي راوځي؛ زوکړه کوي؛ رومی مولانا، هندوستانی کبیر او پښتون رحمان بابا داسې راووتل او موږ د هغوی له وچو سمندرونو (کتابونو) سره، یادګاري عکسونه اخلو. موږ وچ کلام اوروو. موږ وچې اوبو څښو. او تنده په کیسه کې ماتوو. ځکه لا تږي کېږوو. او ترڅو راویښېږو دا مو کیسه ده.
«ټولې طریقې پر خدای ور ختمېږي، نو مه وارخطا کېږه، چې بل نه غواړي خدای هغسې وویني، لکه ته یې چې وینې. یا د ژوندی استاد هغسې نه ویني لکه ته یې چې وینې، یا دنیا ته په بل نظر ګوري… ټول د خدای په لور په سفر کې دي.» تبتي راهب
د اوس لپاره همدومره؛ زړه مې نغواړي، د متن په قفس کې تمام شي.
برکت یوسئ
[1] بل بدلولو دوزخ کتاب، عازم انتشاراتو په (۱۳۹۳) لمریز کال چاپ کړی.
[2] له ۱۶۴۲ تر ۱۶۶۰ زېږدیز کال پورې
[3] له ۱۷۷۵ تر ۱۷۸۳ زیزدیز کال پورې
[4] د ۱۷۸۹ او ۱۸۱۵ زیږدیزو کلونو په ترڅ کې
[5] له ۱۹۱۰ تر ۱۹۳۹ کلونو پورې
[6] د ۱۹۰۵ او ۱۹۳۴ کلونو په اوږدو کې
[7] یوازې د ۱۹۴۶ نه تر ۱۹۷۶ کلونو په ترڅ کې له ۶۰۰ میلیونه نفوس څخه ۶۰ میلیونه قربانیان
[8] له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۹ کال پورې
[9] د رود پر غاړه پردی، پال تویچل