د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا غونډه؛ «نړیواله ټولنه زموږ د سیاسي فعالیت مخه نیسي»

۸صبح، کابل: د افغانستان ژغورنې لپاره مقاومت عالي شورا، د «افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملی شورا، سیاسی طرحې اعلان» تر سرلیک لاندې مجازی غونډه وکړه او په دې غونډه کې د دې شورا مشرانو هم ویناوې وکړې.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور نن یکشنبه (کب ۲۸) نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو د کړنو پر وړاندې په بې‌پروايۍ تورنه کړه.

هغه وويل «نړيواله ټولنه د افغانستان ژغورنې شورا ته اجازه نه ورکوي چې سياسي فعاليت وکړي او له هېواده بهر دفتر پرانيزي.»

هغه یادونه وکړه: «موږ به بیرته راستانه شو او نړۍ به یوه ورځ شرمینده شي. نړۍ باید دا زومبي (طالبان) له منځه یوسي.»

ښاغلي نور د کوم مشخص هېواد نوم وانخیست.

له بلې خوا د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په خپلو خبرو کې وویل چې نړۍ باید طالبان په رسمیت ونه پیژني. هغه زیاته کړه: « موږ د افغانستان د خلکو استازیتوب کوو.»

د هغه په وينا، له طالبانو سره تعامل به د سيمې د هېوادونو لپاره زيانونه ولري، چې دا هېوادونه بايد دې مسئلې ته پاملرنه وکړي.

محقق طالبان «ناصالح» وبلل او زیاته یې کړه چې نړۍ باید له دې ډلې سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

د افغانستان د ژغورنې شورا غړي محمد یونس قانوني هم وویل چې ځینو هیوادونو طالبانو ته د نغدي کڅوړو په استولو سره، د افغانستان ناورین زیات کړی دی.

نوموړي د سیمې پر یو شمېر هغو هېوادونو هم نیوکه کړې، چې طالبانو ته یې د هېواد ځینې کونسلګرۍ سپارلي دي.

ښاغلي نور دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دغې شورا د روان کال د غویې په ۲۷ مه، یوه اووه ماده ییزه اعلامیه خپره کړه او ویلي یې و، چې د دې شورا غړي به له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره خبرې کوي، ترڅو طالبان قانع کړي چې د افغانستان مسئلې ته سیاسي حل لاره ولټوي.

Back to top button