پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه پوځيان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د اسوشیټدپرس د راپور په حواله، دا چاودنه پنجشنبه د مارچ پر ۲۱مه په دیره اسماعیلخان کې شوې ده.
د عنایتالله په نوم یو پاکستاني چارواکي ویلي چې دا چادونه د دغه هېواد د پوځیانو د موټرو پر کاروان شوې ده.
که څه هم تر اوسه د دغه برید پړه چا منلې نه ده؛ خو له دې وړاندې د ورته چاودنو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان مانه.
د یادونې ده چې د روان کال د فبرورۍ پر ۵مه د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیلخان په «دارابان» سیمه کې وسلهوالو پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني پولیس ووژل شول او شپږ نور ټپيان شوي و.