۸صبح، کابل: د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، په کندهار کې ننۍ چاودنه داعش کړې ده.
نوموړي وزارت پنجشنبه د وري پر ۲مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې دا برید غندلی دی.
دغه وزارت د تلفاتو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی او لیکلي دي چې د دغې چاودنې په پاېله کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید د یو ځانمرګي له خوا شوی دی.
تر دې دمه داعش ډلې په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.
بلخوا، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
د یادولو ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش ډلې د ورکېدو ادعا کړې ده.
څه موده وړاندې د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبکستان کورنیو چارو وزارت له وزیر بختیار سعیدوف سره په کتنه کې ویلي و چې داعش ډله د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده او په خبره یې، اوسمهال له منځه وړل شوې ده.