۸صبح، پکتیکا: نړیوالو مرستندویه بنسټونو په پکتیکا، بادغیس او ننګرهار کې پر شپږ زره او ۲۴ اړمنو کورنیو نقدي او غیرنقدي مرستې وېشلې دي.
په پکتیکا کې د طالبانو د کلیو او بیارغونې ریاست سه شنبه د مرغومي پر ۱۳ یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د «CDDO» په نوم پراختیايي موسسې په دغه ولایت کې دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته د «کار په بدل کې خواړه» پروګرام له لارې نقدې پیسې وېشلې دي.
هر مسلکي کارګر ته د کار په بدل کې د ورځې ۷۰۰ افغانۍ او نورو هغو ته بیا ۴۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
ورته مهال بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي، چې د دغه ولایت مرکز قلعه نو کې پر ۵۷۳ کورنیو نقدې پیسې وېشل شوې دي.
هرې کورنۍ ته له ۱۴ زره او ۵۰ افغانیو تر ۱۵ زره او ۲۵۰ افغانیو پورې د «جرمني هلپ» او د رازي پراختیايي او ټولنیزې موسسې(RSDO) له لوري نقدي پیسې وېشل شوې دي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم چهارشنبه د مرغومي پر ۱۳ د ننګرهار په اچین، دوربابا او کوزکونړ ولسوالیو کې دوه زره او ۸۹۹ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دا مرستې داسې مهال شوې دي، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په هېواد کې د بېوزلۍ او بیکارۍ کچه زیاته شوې ده.