۸صبح، هرات: په هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو طالب وژل شوی دی.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه ویلي چې دا طالب د هرات په ګلران ولسوالۍ کې په ډزو وژل شوی دی.
د دغې پېښې لامل او انګیزه روښانه نه ده.
طالبانو هم تر دا مهاله په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې وړاندې په دغه ولایت کې د طالب ځواکونو او ناپېژانده وسلهوالو ترمنځ نښته کې، یو طالب وژل شوی او څلور ملکیان ټپيان شوي و.