۸صبح، بادغیس: ځایي سرچینې وايي چې په بادغیس ولایت کې د طالبانو یو جنګیالی د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او وسله یې هم بریدګرو وړې ده.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۳۰مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو دا جنګیالی تېره شپه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې د انګېزې او د عاملانو د هویت په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو مخالفو جبهو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دغې ډلې پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.





