• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اریا؛ له زده‌کړو پاتې شوې نجلۍ چې د لوی کارغالي ارمان د لرګیو په توږلو کې پالي

حبیبه چکري حبیبه چکري
۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789985633]
Exclusive

Exclusive

د کابل په یوه کور کې د لرګي پر مخ د چړې د څوکې غږ د اریا صدیقي د ورځنۍ بوختیا یوه برخه ده. د هغې لاسونه پر لرګي خوځېږي او داسې کرښې او نقشونه جوړوي چې څو شېبې مخکې یې نه وو.

اریا ۲۳ کلنه ده او تر دوولسم ټولګي پورې یې په ښوونځي کې زده‌کړې کړې دي. هغې غوښتل خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو د نجونو پرمخ  د طالبانو له خوا د زده‌کړو د دروازو په تړل کېدو سره یې دا لار هم پر مخ وتړل شوه.

له زده‌کړو محرومه کړای شوې دغه نجلۍ وايي، هغه مهال یې پرېکړه وکړه چې د دې لپاره چې وزګاره پاتې نه شي، داسې کار پیل کړي چې هم ورسره مینه ولري او هم ترې عاید ترلاسه کړای شي. اوس هغه په خپل کورني کارغالي کې له څلورو نورو کسانو سره یوځای کار کوي او هیله لري چې یوه ورځ داسې لوی کارغالی ولري چې ډېرې نجونې پکې کار وکړي.

اریا وايي: «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، د زده‌کړو د دوام لپاره هېڅ لاره نه وه. د زده‌کړو ټولې لارې تړل شوې وې. یوازې یوه لاره خلاصه وه او هغه دا چې لږ تر لږه ځان ته یو کار پیدا کړم، څو ځان پرې بوخت وساتم.»

دې نجلۍ شاوخوا درې کاله وړاندې پر لرګیو کار پیل کړ. په لومړیو کې یې موخه سوداګري نه وه؛ اریا غوښتل د کور لپاره داسې توکي جوړ کړي چې هم د کارونې وړ وي او هم لاسي جوړ شوي وي.

اریا وايي: «هغه مهال مې یوازې غوښتل داسې شیان جوړ کړم چې د ځان او زموږ د کور لپاره ترې ګټه واخلو. لومړنی کار چې ما جوړ کړ، د مولانا له هغې مشهورې وینا «هیڅ» څخه په الهام جوړ شوی و او ډېر ښه احساس مې درلود.»

له لرګیو سره د اریا مینه نوره هم زیاته شوه. هغې له یوه استاده زده‌کړې وکړې او خپلې لومړنۍ تابلوګانې یې له هغه سره په ګډه جوړې کړې. د وخت په تېرېدو، د لرګیو نقش‌کاري له یوې ساعتېرۍ پر داسې مسلک بدله شوه چې اوس یې د ژوند مهمه برخه جوړوي.

اریا اوس د لرګیو د نقش‌کارۍ ترڅنګ، پر لرګیو د توږلو او سینګار په برخه کې هم کار کوي. هغه وايي، له دې کاره ترلاسه کېدونکی عاید یې د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه کوي او یوه برخه یې د کار د پراختیا او له کورنۍ سره د مرستې لپاره لګول کېږي.

دغه نجلۍ زیاتوي: «د دې کار عاید مې د ورځنیو لګښتونو لپاره بسنه کوي او یوه برخه یې د وسایلو پر پېرلو او د کار پر پراختیا لګوو او کله ناکله له کورنۍ سره هم مرسته کوو.»

خو اریا وايي چې په هنري نندارتونونو کې د ښځو د ګډون محدودیتونو ښځینه هنرمندانې د خپلو اثارو د معرفي کولو او د بازار د پراخولو له فرصته بې‌برخې کړې دي. هغه زیاتوي: «لوی نندارتونونه جوړېږي چې ان له بهرنیو هېوادونو مېلمانه هم پکې ګډون کوي؛ خو ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دغو نندارتونونو کې ګډون وکړي.»

دغه نجلۍ وايي، سره له دې چې خلک له هنر او لاسي صنایعو سره مینه لري، اقتصادي ستونزو د لاسي اثارو د پېرلو توان کم کړی دی. هغه زیاتوي: «زموږ خلک اوس له هنرمندانو او لاسي کارونو سره مینه لري؛ خو له بده مرغه، اقتصادي وضعیت یې اجازه نه ورکوي چې ځینې لاسي صنایع واخلي.»

بلخوا، د اریا د کار بازار یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی پاتې شوی او هغې تر اوسه خپل اثار نورو هېوادونو ته هم لېږلي دي.

له محدودیتونو سره سره، اریا نه غواړي خپل کار پرېږدي. هغه په راتلونکو پنځو کلونو کې له کوره بهر د یوه لوی او خپلواک کارغالي د جوړولو ارمان لري؛ داسې ځای چې ډېرې نجونې پکې کار وکړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

هغه وايي: «غواړم یو ډېر ښه او لوی کارغالی ولرم چې ډېرې نجونې پکې کار وکړي. یو لوی کارغالی او یو دوکان وي، څو وکړای شو د خپل کار لپاره ډېر وسایل واخلو.»

د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، اریا له هغو بنسټونو او کسانو څخه چې د هنرمندانو ملاتړ کوي، د عملي ملاتړ غوښتنه هم کوي. هغه وايي: «زموږ غوښتنه د هنرمندانو له ملاتړو کسانو دا ده چې په رښتیا مو ملاتړ وکړي. تر اوسه مو د هغوی هېڅ ډول ملاتړ نه دی لیدلی.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ځان‌وژنې، وژنو او تښتونو زیاتېدل؛ ناامني او بې‌وزلي د خلکو ژوند ګواښي
راپورونه

د ځان‌وژنې، وژنو او تښتونو زیاتېدل؛ ناامني او بې‌وزلي د خلکو ژوند ګواښي

۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789981732]
فایو: شنې خونې د اوبو مصرف ۶۰ سلنه کموي
خبرونه

فایو: شنې خونې د اوبو مصرف ۶۰ سلنه کموي

۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789979597]
طالبان: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي
خبرونه

مجاهد: پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه «جنګي جنایت» دی

۳۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789971181]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.