۸صبح، کابل: د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکینی رییس عبدالله عبدالله وايي چې روان میلادي کال یو برخلیک ټاکونکی کال و او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره غوره فرصت ضایع شو.
ښاغلي عبدالله د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په اتمه نېټه په یوه ټویټ کې ویلي چې یوه ښه موکه چې د هراړخیزو خبرو له لارې رامنځته شوې وه ضایع شوه.
عبدالله عبدالله زیاته کړې: «۲۰۲۱ کال د افغانستان لپاره یو برخلیک ټاکونکی کال و، د بې ځایه سختیو د مخنیوي لپاره هراړخیزو خبرو له لارې یو غوره فرصت ضایع شو.»
هغه په خپل دغه ټویټ کې له هېواده بهر د خپلو دوستانو لپاره د روغتیا هیله کړې او د نړیوالې سولې په تېره بیا د خلکو د همغږۍ، سوکالۍ او د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې دعا کړې ده.
دا په داسې حال کې دي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله د دوحې د سولې په مذاکراتو کې د مخکیني حکومت د پلاوي مشري پر غاړه لرله. خو کابل ته د طالبانو په راتګ او له ارګه د محمد اشرف غني په تېښتې سره د هغه په مشرۍ دا بهیر ناکام شو.