۸صبح، کابل: د بريتانیا پخواني لومړي وزیر ویلي چې نړیواله ټولنه دې له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو لوی پروګرام ته ژمنه پاتې شي.
د بريتانیا پخواني لومړي وزیر ګوردون براون د سه شنبې په ورځ د مرغومي په اوومه نېټه په خپله لیکنه کې په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزې پاشلتیا په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍ یې غوښتي چې له دې هېواد سره مرسته وکړي،
هغه ویلي چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې په دوی کې یو میلیون ماشومان د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
براون زیاته کړې: «دې ته رسېدل چې په هېڅ یوه هېواد کې مطلق فقر موجود نه وي، موږ په عملي توګه د یوه هېواد خلک چې په بشپړه بې وزلۍ کې ژوند کوي وینو.»
ګوردن براون د ملګروملتونو او د پیسو د نړیوال سازمان اټکلونو ته په اشارې سره، جوته کړه چې د افغانستان اقتصاد به په راتلونکي کال کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه راټیټ شي؛ داسې کچه چې دده په آند «بې مخینې» ده.
براون ویلي چې هېڅ هېواد په وروستیو کلونو کې د افغانستان په شان له نړیوالې لوږې نه کړیږي.
په دې لړ کې، هغه جوته کړه چې په افغانستان کې د لوږې اغېزه کېدای شي په اروپا هم کې احساس شي؛ ځکه زرګونه افغانان د «لوږې یا کډوالۍ» له ستونزمن انتخاب سره مخ دي.
له بلې خوا، هغه دې ناورین ته د زر تر زره پاملرنې په موخه له ۴،۵ میلیارد ډالري ( ۳،۳ میلیارد پونډي) طرحې چې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د هماهنګۍ دفتر له خوا برابره شوې ملاتړ وکړ چې ۲۲ میلیونه زیانمنونکي افغانان تر پوښښ لاندې راولي.
همدارنګه براون ویلي چې د افغانستان جګړې د امریکا لپاره تریلیونونو ډالر لګښت درلود، نو پر دې بنسټ، په افغانستان کې د لوږې د مخنیوي لپاره د څلور میلیارد ډالرو ورکول د نړۍ د هېوادونو له وسه پورته خبره نه ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې د بریتانیا دولت د مخکیني چارواکي له خوا شوې چې په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو سره، خلک له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره لاس و ګرېوان دي.
تر دې مخکې مرسته رسوونکو سازمانونو خبرداری ورکړی و چې په اوسني وضعیت کې زرګونه تنه د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.