نیمروز له ایران سره ګډه پوله لري. له همدې کبله په دغه ولایت کې د روږدو کسانو شمېر زیات دی. ډېری دغه کسان ایران کې روږدي شوي دي. پخواني حکومت د دغو کسانو د درملنې په موخه څو مرکزونه جوړ کړي و؛ خو اوسمهال د دغه ولایت مرکز زرنج کې د زیات شمېر روږدو کسانو په تړاو ځايي طالب چارواکي وايي، هغوی پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه بودیجه په واک کې نه لري.
نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي د دفتر رییس حقبشیر ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې له مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د روږدو کسانو د درملنې په موخه مرسته وکړي؛ ځکه هغوی دې برخه کې بودیجه نه لري.
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته نیمروز کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه له فعالیته پاتې دي. نیمروز کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره روږدي ژوند کوي.
نیمروز کې د الکوزي په نوم یو خیریه بنسټ د دغه ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست سره د روږدو د درملنې او راټولونې په موخه یو میلیون افغانۍ او یو څه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه. د دغه خیریه بنسټ مشر محمدامین ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «شاوخوا یو میلیون افغانۍ نقدې پیسې او نهه قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي لکه وریځې، اوړه، غوړي او لوبیا دي، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ریاست سره یې مرسته وکړه، تر څو د روږدو کسانو د پر درملنې او راټولونې یې ولګوي. هیلهمن یو دا مرستې د روږدو پر درملنې مصرف شي او نور سوداګر دې هم مرسته وکړي، تر څو روږدي د مخدره توکو له شره خلاص شي.»
له بلې خوا نیمروز کې ځايي طالب چارواکو دا مرستې د روږدو د درملنې او راټولونې په موخه اړینې وبللې. نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت امنیې قوماندانۍ له مخدره توکو سره د مبارزې مدیر جمعهخان عثماني ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د الکوزي شرکت له لوري د روږدو کسانو د درملنې په موخه د دغه ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې ریاست ته مرسته وشوه. دا مرستې د روږدو د درملنې په موخه دي او موږ به له ښاره روږي کسان راټولوو او درملنه به یې کوو. له نورو خیریه بنسټونو هم غوښتنه لرو، چې له دغو اړمنو روږدو سره د مرستې لاس اوږد کړي.»
له بلې خوا نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي استازي هم له نورو سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د دغه ولایت په کچه د روږدو د درملنې په موخه مرسته وکړي. نیمروز کې د طالبانو د والي دفتر رییس حقبشیر ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «موږ هڅه کوو له زرنج ښاره روږدي کسان راټول کړو او په کمپونو کې د هغوی درملنه وکړو. دا مرسته شوې پیسې به د هغوی پر درملنې ولګوو. موږ له نورو موسسو هم غوښتنه کوو، چې له موږ سره همکاري وکړي؛ ځکه موږ د روږدو کسانو د درملنې لپاره کومه بودیجه نه لرو.»
داسې مهال دا مرستې د یو خیریه بنسټ له خوا کېږي، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته نیمروز کې د روږدو د درملنې زیات شمېر مرکزونه له فعالیته پاتې دي.
د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچه ۲،۵ میلیونه کسان پر نشه یې توکو روږدي دي، چې له ډلې یې ۸۵۰ زره ښځې دي.