پاکستان کې افغان پناهغوښتونکي: اسلاماباد دې د پي۱ او پي۲ دوسیې د پروسس دفتر ته اجازه ورکړي

۸صبح، کابل: پاکستان کې سلګونه افغان پناهغوښتونکي چې د امریکا د پي۱ او پي۲ پروګرامونو کې شامل دي، په پاکستان کې د ناڅرګند برخلیک او د دوی دوسیو ته د نه رسیدنې په اړه شکایت کوي.
د دغو دوسیو لرونکو یکشنبه د کب میاشتې پر شپږمه د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یوه اعتراضي غونډه وکړه.
د اعتراضکوونکو په وینا، د امریکا د پي۱ او پي۲ په پروګرامونو کې شامل کسان له څه باندې ۱۶ میاشتو راهیسې په پاکستان کې دي، خو د دغه پروګرام د پیلېدو خبر لا نه شته.
دغو لاریونوالو د یوه پریکړهلیک په خپرولو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې په اسلاماباد کې د امریکا د مهاجرینو د ملاتړ او بیا میشتیدنې مرکز (RSC) ته د فعالیت جواز ورکړي.
دوی همدارنګه د بایډن له حکومت څخه غواړي، چې په پاکستان کې (RSC) دفتر پرانیزي او د پي۱ او پي۲ دوسیو لرونکو ستونزې هواری او ژرترژره دې هغوی ولېږدوي.
لاريون کوونکي وايي، چې افغانستان ته د ستنېدو کومه لاره نه لري او په ورته وخت کې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د ویزي د غځولو په برخه کې د ستونزو له امله د ایستلو له خطر سره مخ دي.
دوی دا هم غواړي چې په پاکستان کې د RSC دفتر پرانېستو د ځنډ په صورت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید له IOM دفتر سره د اړیکو جوړولو او د قضیو د څیړلو او لیږد په وخت کې د موقتي کمپونو د جوړولو په ګډون بدیلې لارې هم ولټوي.
دغه لاريون کوونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته يو زيات شمېر زيانمنې افغان کورنۍ پاکستان ته کډه شوې او اوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
د دغو پناهغوښتونکو په وینا، دوی په پاکستان کې له اقتصادي او د استوګنې له ستونزو سره مخ دي او د دوی دوسیو ته باید ژرترژره د امریکا له خوا پاملرنه وشي.
په دې غونډه کې ګډونوالو په پاکستان کې د دوی وضعیت او د امریکا له خوا د دوی دوسیو ته نه رسیدنه «یو بشري ناورین» او «په ۲۱مه پېړۍ کې له بشري حقونو سرغړونه» وبلله.
د امریکا د کډوالو د داخلې پروګرام د معلوماتو له مخې د پي۱ او پي۲ دوسیو د څیړلو وخت له ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې دی، خو دا پروګرام تراوسه لا پیل شوی نه دی.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امريکا او د هغې د متحدينو د کډوالۍ په پروګرامونو کې شامل زرګونه افغانان پاکستان او ايران ته تللي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.