په ایران کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت یو ځل بیا د رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی. څه موده وړاندې ایراني پولیسو هلته مېشت یو افغان زلموټی چې سید مهدي نومېده راڅملولی او پر غاړه یې ورته پښه ايښې وه. د ایراني پولیسو دغه چلند امریکا کې د پولیسو لخوا د جورج فلویډ په نوم د یوه تور پوستي سړي نیول کېدو خاطره راژوندۍ کړې ده؛ خو یوازینی توپیر پکې دا و چې سید مهدي ژوندی پاتې شو او هغه امریکايي نه. که پر لار تېرېدونکي کس د سید مهدي د وهلو ټکولو ویډيو کړې نه وای، په رسنیو کې به په دومره پراخه کچه نه وای خپره شوې. د جورج فلویډ د مرګ شېبې ویډیو هم پر لار د یوه تېرېدونکي کس له خوا شوې وه. هغه چلند چې له سید مهدي سره شوی، داسې ډېرې نورې ورته پېښې هم شوي؛ خو تر رسنیو نه دي رسېدلې. دغه راز، په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي دا پېښه لومړۍ نه وه، له دې وړاندې هم کډوالو سره د ناوړه چلند ځينې پېښې ریکارډ شوې دي او وخت نا وخت یې اندېښنې راپارولې دي. د پېښې په تړاو ایراني حکومت هېڅ دریځ ونه نیوه چې لږ تر لږه د ناخوښیو او اندېښنو کچه راټيټه کړي. د ایران انتظامي ځواکونو په خپل غبرګون کې ویلي وو چې پولیسو «نامسلکي» چلند کړی دی. دغه راز، د ایران بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې مشر رسول موسوي ویلي چې په ایران کې هېڅ بنسټ له «کډوالو سره ناوړه چلند» نه مني او دا یې د «بهرنیو» پروژه بللې. دوه ورځې وړاندې په خواله شبکو کې یوه بله ویډيو خپره شوه چې پکې ښکاري ایراني پولیس په سړک کې د یو افغان کډوال جامې شکوي او د بدن ځینې برخې یې ښکاري. داسې برېښده چې ښايي له سید مهدي سره د ایراني پولیسو له ناوړه چلند وروسته به د لنډمهال لپاره د کډوالو د شړلو لړۍ ودرېږي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول بلکې دا لړۍ چټکه هم شوه. له دې پېښې وروسته ایراني پولیسو د دغه هېواد په ځينو برخو کې د کډوالو شړلو په موخه د «ضربتي» پلان له پلي کېدو خبر ورکړ.
په ایران کې د افغان کډوالو حضور او د هغوی اېستلو ته په کتو دې څو ټکو ته پام وشي:
۱ – د ایران په اسلامي جمهوریت کې د واک ځینې برخې د افغان کډوالو په اړه نسبتاً ښه نظر لري. دا سمه ده چې ایران یو اړخیز، منسجم، تنګ نظره او په ظاهره ناپییلی نظام ګڼل کېږی؛ خو په ځینو برخو کې د واک بنسټونو ترمنځ جدی اختلافونه په څرګند ډول لیدل کیږی چې د کډوالۍ مسأله یوه له هغو ده. هغو افغانانو چې په ایران کې یې ژوند کړی، پوهېږي چې د کډوالو په اړه نظر د واک د دوو برخو ترمنځ هغسې چې انګېرل کېږي، دومره بد نه دی: د رهبرۍ بیت او سپاه پاسداران. البته دا دوه بنسټونه د ګاونډیتوب او کلتوري مشترکاتو لپاره د افغانانو خیال نه ساتي؛ بلکې په سوریه کې د فاطمیون لښکر د شتون له امله هڅه کوي چې د افغانانو له کړاوونو ضمني مننه وکړي. ویل کېږي چې د فاطمیون ډلې له جوړېدو وروسته د افغان کډوالو په اړه د بیت رهبرۍ او سپاه پاسدارانو دریځ یو څه بدل شوی دی. پر دې ادعا باورلرونکي وايي چې که د افغانانو په اړه د دغو دوو بنسټونو نظر یو څه ښه نه وای، ورځ به یې له دې هم بدتره کېدله. دغه راز ادعا کوي چې د داعش ګواښ ډېرېدل او د دې ډلې پر وړاندې د فاطمیون جګړه د ایراني ټولنې د اصلي بنسټ په چلند کې د نسبي بدلون لامل شوې ده؛ خو انتظامي ځواک، استخبارات، اردو، پارلمان، اجراییه قوه او نور بیا د کډوالو په اړه ډیر بد نظر لري.
۲ – تجربو ښوولې چې انقلابي اصولګرا حکومتونه د اصلاح غوښتونکو حکومتونو پرتله د کډوالو د اېستلو په اړه ډېر فکر نه کوي. د دې ادعا پخلی لومړۍ بند هم کوي. که ولیدل شي، ولسمشرۍ لپاره تر ټولو انقلابي نوماند او د مسعود پزشکیان جدي سیال سعید جلیلي له افغانستان سره د «پولې تړلو» خبره ونه کړه او د بهرنیو وګړو د تنظیمولو لپاره یې یو بل پلان وړاندې کړ. جلیلي د پایدارۍ جبهې غړی دی چې هم انقلابي او هم د سپاه د باور وړ دی. سوچه انقلابي حکومتونه هڅه کوي افغانستان ته د لبنان، عراق، سوریې، یمن او … په سترګه وګوري. د فاطمیون لښکر جوړول هم په دې اړه یوه هڅه ده.
خو اصلاح غوښتونکي حکومتونه بیا په کور دننه مسایلو په تړاو فکر کوي او د بهرني فعالیت پروا نه ساتي، مګر دا چې بله لار ونه لري. له همدې کبله، په ایران کې « ملتپالي» هم د اصلاح غوښتونکو حکومتونو طرفداره دي. د «افغاني اېستل، ملي غوښتنه» شعار هم د همدې ملتپالو له خوا پلان شوی او همدا څارل کېږي. د پزشکیان حکومت هم رسمیت پېدا کړی او پر چارو یې پېل کړی او کولای شي په یوې اشارې د کډوالو د شړلو لړۍ پڅه یا یې هم ودروي؛ خو باک نه راوړي. ښايي له دې امله چې د ټاکنیز کمپاين پر مهال یې له افغانستان سره د پولې تړلو خبره کړې وه.
۳ – په ایران کې پانګوال او متبثه ټولنه بیا د افغان کډوالو د شتون هرکلی کوي؛ ځکه چې ارزانه کاري ځواک دی. په ایران کې مېشت افغان کارګر بیمه نه لري او په کم معاش ډېر کار کوي او غوښتنې یې کمې دي. که کارمالک یې معاش هم ورنه کړي، څه یې له وسه نه کېږي؛ ځکه شتون یې ناقانونه دی او پولیس او محکمې ته تللی نه شي. که لاړ هم شي، نیول او شړل کېږي. ایراني وګړي هغه کارونه چې افغان کارګر یې کوي، نه کوي. ایرانی کارګر بیمه او ډېر معاش غواړي او رسمي تړون لاسلیک کوي. دغه راز، غواړي چې د کارګر ټول حقوق پر ځای شي او خوندي کاري چاپېریال وي. د دغو ټولو شرطونو او غوښتنو منل بیا د ایراني کارمالکانو لپاره ګران دي. له همدې کبله، ایراني پولیسو په وار وار خبرداری وکړی، هغه کارمالکان چې پر کار ناقانونه اتباع ګوماري، جریمه کېږي؛ خو دا خبرداری له پامه غورځول کېږي.
خو منځنۍ او ښکتنې طبقه چې اقتصاد یې ښه نه دی، د بهرنیو اتباعو له حضوره سرټکوي. کله چې د بهرنیو اتباعو په هکله خبره کېږي، موخه یې افغانان دي. ایران ته د نورو هېوادونو وګړي نه ځي او کار نه کوي. که څوک له سوریې، عراق، لبنان او فلسطین څخه ورځي، د مقاومت په نوم خوځښت سره د تړاو لامله د میلمه په سترګه ورته کتل کېږي او قدر او عزت یې کېږي؛ خو پر افغان کډوالو بیا د اوبو مصرف لامله نیوکې کېږي. د بېلګې په توګه، د ایران د پارلمان یو غړي حسین علي حاجي دلیګاني د څوارلسم حکومت د وزیرانو د وړتیاوو څېړلو پر مهال عجیبې څرګندونې وکړې: «هغه اوبه چې دلته مصرفېږي، ولې هغه حقابه چې موږ یې له هلمنده لرو، نه راکوي؟»
په ایران کې د افغانانو د زیاتېدونکي شمیر له حقیقت څخه سترګې نشي پټېدای. بنسټيزه ننګونه دا ده چې ایرانی حکومت د بهرنیو وګړو د تنظیم لپاره کلکه اراده نه لري. هر هغه پلان چې د دې موخې لپاره نیول شوی، نیمګړی پاتې شوی دی. د شړلو پالیسۍ ګټه کړې نه ده. شړل شوي بېرته له نیمروز او هراته راګرځي. داسې ادعاوې کېږي چې د افغانانو بېمخینې شړل او پرلپسې تګ راتګ لامله ډېرې پیسې لاس په لاس کېږي چې ایراني پولهساتي او پولیس هم پکې برخه لري. که داسې نه وي، ولې ناکامه لاره چاره بیا بیا تکرارېږي؟



