۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځايي سرچینې وایي، له ایران څخه هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه او ویزې هم لري، شړل کېږي.
سرچینې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه او نور قانوني اسناد هم لري د ایران امنیتي ځواکونهیې نیسي او بیا یې په زوره شړي.
سرچینه زیاتوي، چې د یو شمېر افغان کډوالو پاسپورټونه د ایراني پولیسو له لوري سوري او یا هم څیرې شوي دي.
په همدې حال کې له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال وايي، پاسپورټونه او ویزې لري، خو ایراني پولیسو ورته ویلي چې دغه پاسپورټونه په افغانستانکې ارزښت لري نه په ایران کې.
دې سره جوخت په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان مني چې په تېره یوه اونۍ کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې کډوال چې پاسپورټونه یې هم درلودل لهایران څخه ایستل شوي دي.
د ویلو ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی دی.





