د افغان نجونو په ژوند کې توره ورځ، له زده کړو د ښځو منع کول، په معاصروخت کې ژوندي خښول، سرچپه نړۍ او د لمر نجونې د څومقالو نومونه دي چې په وروستیو څو ورځو کې مې ولوستل او له ټولو یې د افغان مېرمنو نارې او فریاد اورېدل کېږي، چې د ګډ حق د ترلاسه کولو لپاره راپورته شوی؛ خو دا چیغې د دوی په لاس کې له قلم څخه پورته کېږي، نه له هغه غږ څخه چې د ماسک او حجاب په اغوستو سره یې چوپ کړی او اوس غواړي له زده کړو د نجونو په بې برخې کولو سره، د دوي د قلمونو غږ هم واوري.
بلی، طالبان به این پی بردهاند که شناخت حقوق یکی از نخستین مواردی است که میآموزیم و اگر به این یادگیری ادامه دهیم در صورت نقض آن ساکت نبوده، صدا بلند خواهیم کرد و آنان صدایی را که از طریق دانش بلند میشود خطر بزرگ علیه خود پنداشته و سخت از آن درهراساند.
هو، طالبان په دې پوه شوي چې د حقوقو پیژندنه له لومړنیو مواردو دي چې موږ یې زده کوو او که دغې زده کړې ته دوام ورکړو، موږ له خپلو حقونو د سرغړونې په صورت کې غلی پاتې نشو، موږ به خپل غږ پورته کړو او دوی هغه غږ چې د علم له لارې پورته کېږي د دوی پر وړاندې لوی خطر ګڼي او دوی ترې سخت وېرېږي.
طالبان باید په تېرو شلو کلونو کې د افغان مېرمنو له تاریخ، پرمختګونو، وضعیت او سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو سره اشنا شوي وي او دوی ته څرګنده وي چې د ټولنې دا ډله، یعنې ښځې د پخوا په څیر یوازې د یوې وړې سیمې مدیرانې نه دي چې کور نومېږي بلکې اوس ښځې د ښار اداره کولو او په لوړه کچه د هیواد د اداره کولو ځواک لري او نه یوازې د مور په رول کې، بلکې د ډاکټر، انجینر، قاضي، مدیر او آن ولسمشر په توګه هم، او کله ناکله د دي رول د لارښوونکې په توګه هم کار کولی شي او طالبانو د واک د ترلاسه کولو له لومړۍ ورځې څخه د دې ټولو فعالیتونو د مخنیوي لپاره کار پیل کړی.
له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د هېواد ټول ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ډګرونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي او د طالبانو واکمني د دې تر څنګ چې خلکو ته د ساده ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت نه لري او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو له حقونو څخه په ښکاره سرغړونې، د لږکیو د حقونو تر پښو لاندې کول، د پخوانیو دولتي کارکوونکو ورکېدل، د ښځو نيول او يو شمېر نورې قضيې چې پدې برخه کې بشري او اسلامي حقونه تر پښو لاندې کوي زيات شوي دي.
هرڅوک وايي چې ښځې د یو هیواد د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. خو دغه نیم بدن ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دې هیواد په څلورمه برخه کې ګام پورته کړي او د هغه څه په پلي کولو کار وکړي چې دوي زده کړي او دا څو میاشتې کیږي چې افغان میرمنې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټولو شخصي او ټولنیزو اړخونو کې له خپل هویت څخه بې برخې شوې دي.
طالبان د ښځو د زده کړې له حقه په محرومولو او په کور کې په ياتیکېدلو سره نه یوازې د هېواد د پوهې او فرهنګ کچه ټیټوي، بلکې د هېواد اقتصاد ته هم زیان رسوي؛ د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې په وینا، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندولو وروسته ۳۵ خصوصي پوهنتونونه د افلاس له خطر سره مخ دي او په ښاري فعالیتونو کې د ښځو نشتوالي، ډیری کارګران، موټر چلونکي او کراچي درلودونکي د اوبو او ډوډۍ چمتو کولو له ستونزې سره مخ کړي او دوی یې بې روزګاره کړي دي.
نن چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ښځې آن سپوږمۍ ته سفر کوي، افغان مېرمنو ته په خپل هېواد کې هم د سفر اجازه نه ورکول کېږي؛ که دوی ښکلي پیدا شوي او یا یې ځان ښایسته ګړی وي مخ پرې پټوي او که ښکلی آواز ولري نو غږ یې بندوي. د هرې ورځې په تیریدو سره د ښځو حقونه یو په بل پسې تر پښو لاندې کوي او دوی زموږ لپاره فضا دومره تنګه کړی چې زموږ هیله یوازې د ژوندي پاتې کیدو لپاره اکسیجن اخیستل وي، نه د ژوند کولو حقونه او مناسب شرایط.
زه باور لرم چې زما په څېر ډېری افغان انجونې د یو ښه راتلونکي تخم په سر کې لري چې د هغي په پلي کیدو سره به افغانستان یو بل شکل ځان ته غوره کړي. د دې خوبونو نرمه هوا به د هرچا مخ لمس کړي او له دې سره به د هر چا د شونډو په کونج کې یوه نرمه موسکا راښکاره شي؛ خو طالبان غواړي چې د اسلام له نوم څخه په استفادې سره د خپلې خوښې د ژمي حکومت جوړ کړي، دوي به خپل افسران د ورېځو په توګه وکاروئ ترڅو د لمر رڼا او انرژي د دې خوبونو تخمونو ته ونه رسېږي او د نجونو لپاره یې اسمان داسي وریځې او تیاره کړې چې غواړي په افغانستان کې په دې ډول حکومتولۍ سره داسې سړه واکمني رامنځته کړي چې هر څوک د مجسمې په څېر بې حرکته پاتې شي.
لکه څنګه چې مکسیکويي لیکوال ډان میګویل رویز وايي: «په حقیقت کې، موږ په هغه چا بدل شوي یو چې په واقعیت کې هغسې نه یو.» افغان نجونې هم په طالباني شرایطو کې په داسي چا بدلې شوې چې هغسې نه دي او نه غواړي چې هغسې شي.