افغانستان او د بنسټپالنې پراختیا

په افغانستان کې د بنسټپالنې ښکارنده دومره نوې خبره نه ده او لږ تر لږه په تېرو څلورو لسیزو کې د دغه هېواد د بدلونونو یو مهم عنصر دی. د دې ښکارندې د پراختیا بهیر لا جدي مطالعې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د دې هېواد د اوسني وضعیت او د دې خاورې د خلکو له کړاوه د ډک ژوند د رامنځته کېدو یو خورا مهم لامل دی. بې له شکه د سړې جګړې پر مهال د کیڼ اړخو ځواکونو په ګډون د نورو ډلو پر سټراتیژیکو تېروتنو سترګې نه شي پټېدلای، خو د بنسټپالنې له بهیر او د لوېديځو هېوادونو او د هغوی د متحدینو له ملاتړ پرته به افغانستان هېڅکله دې حالت ته نه رسېده.
د بنسټپالنې په تعریف کې هم لکه د ټولنیزو علومو د اړوند ډېرو اصطلاحاتو په تړاو د نظر اختلاف شته، خو د دغو تعریفونو تر منځ ګډ ټکی دا دی چې د مذهبي قوتونو یوه ډله د فهم او عمل په برخه کې د دین او دیني ژوند لپاره هغه بنسټونه فرض کوي، چې د هغوی په تصور کې په پخوا وختونو کې وو او له هغه وخته را په دې خوا چې څومره له دغو بنسټونو لېرې شوي یو، هومره له هر ډول مادي او معنوي غمیزو سره مخ شوي یو، په تېره بیا په ژوند کې په نويتابه او نورو ښکارندو سره. د بنسټپالنې د لرلید پر بنسټ، په لېرې تاریخ کې یوه طلایي ماضي شته او دا طلایی ماضي هم مادي اړخ لري، لکه پرلپسي سوبې او غنیمتونه چې ریښه یې په الهي نصرت کې ده او هم معنوي اړخ لري، چې د دین، ژوند او د نړۍ او ټولنې له واقعیتونو نه په سم درک کولو کې څرګند شوی دی. د بنسټپالو له نظره، له هرې اوسنۍ ستونزې د وتلو لاره هماغو بنسټونو ته بېرته ستنېدل دي.
د دې ښکارندې متخصصین پر دې باور دي، سره له دې چې بنسټپالنه له نويتابه(مډرنیتې) سره په ښکاره ټکر کې ده، پخپله د مډرنې نړۍ زېږنده ده، ځکه د تېر په تړاو پر جوړ شوي روایت تکیه لري چې له له مډرن وضعیت سره په تقابل کې تولید شوی او هڅه کوي د پېژندنې په زړو وسایلو په تکیې سره، د نوي پېر ستونزو ته ځواب وایي. د بنسټپالو له نظره، په پخوا زمانو کې د دیني متن په تړاو يو واحد پوهاوی موجود و او په لومړي پېر کې د ټولو مذهبونو د پيروانو تر منځ د ديني ژوند د سبک تړاو اجماع د هغوی د اړيکو سرچينه وه او په پایله کې یې سیاسي او ټولنیز بدلونونه د مطلوب لوري پر خوا تللي دي. په دغه لرلید کې، تاریخ له تاریخ اخوا ته بدلېږي، قدسي او دنیوي پوله نړېږي، تکثر د یو موټي توب په پار له پامه غورځول کېږي او ان د دین پالو د لومړي نسل د لسګونو زرو وینه تویېږي لکه د پیغمبر د صحابه وو چې د یو بل په لاسونو توی شوې ده، د دغه لرلید پر بنسټ، دا ټول د خدای د رضا لپاره وو او په اخرت کې به یې اجر ورکول کېږي.
مستندې تاریخي څېړنې ښيي، چې د تېر دغه انځور په بشپړه توګه جعلي دی او د واقعیتونو د کمزورو لیکو پر خلاف په ډېرو جعلي موادو سره راټول شوی دی او یا د تاریخي واقعیتونو په اوډلو کې دومره جعل او تحریف شوی دی چې له اصلي روایت سره یې هغو ورته والی په بشپړ ډول له منځه وړی دی. کله چې دا ډول جعلي تصویر په دیني رنګ سره د مطلق او نه انکارېدونکې حقیقت په توګه وړاندې کېږي او په میلیونونو خلک یې له پوښتنې پرته منلو ته رابلل کېږي او د هغه په اصلیت کې هر ډول شک له تکفیر، سیکولر بلل کېدو او پردیو ته د غلامۍ کولو له تور سره غوټه کېږي، بنسټپالنه د خپل لېونتوب پولې ته رسېږي، په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان د هغو ډلو له لوري په پرلپسې توګه د دې بهیر شاهد و، چې د نړۍوالو سیاستونو په پایله کې له څنډو نه متن ته راوړل شوې، د عامه افکارو فضا یې ونیوله او داسې حالت یې رامنځته کړ چې په خپله د ګڼو بنسټپالو په ګډون میلیونونه انسانان ترې په تېښته کې دي، له هغه ایډیال واقعیت نه په تېښته کې چې د تېر لپاره یې فرض کاوه.