بې وزلي او محدودیت؛ تېر کال کې ۷۹ تنو په افغانستان کې ځان وژنه کړې ده
ليكوال: امین کاوه

په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۷۹ هېوادوالو ځان وژنه کړې او په خپله خوښه یې خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی. دغه ځان وژنې ډېری د بېوزلۍ او بې روزګارۍ او دغه راز د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله ترسره شوې دي. بې وزلي، له زده کړې محرومیت او دوامدارې بې روزګارۍ، په هېواد کې وضعیت داسې یو حالت ته رسولی چې یو شمېر خلک پرته له ځان وژنې د بل څه شي په اړه فکر نه کوي. د ۸صبح ورځپاڼې د راټول کړای شویو شمېرنو له مخې، تېر کال کې د ځان وژنې شمېر د نارینوو په پرتله په ښځو کې زیات لیدل شوی دی. په دې منځ کې پېغلې نجونې هم شاملې دي چې له زده کړو نه بې برخې پاتې دي. د وري د میاشتې له پیل نه د کب د میاشتې تر پای پورې لږترلږه ۳۸ نارینوو هم د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له امله خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.
ویل کېږي چې په تېر کال کې د نارینوو او ښځو د ځان وژنې شمېر له دې هم زیات وي، خو ۸صبح ورځپاڼې هغه شمېر راټول کړي او په دې راپور کې یې ځای پر ځای کړي چې په تېر یوه کال کې رسنیز شوي دي. په راپور کې د جنسیت او د کال د میاشتو پر بنسټ د ځان وژنو د شمېر یادونه شوې ده. په دې لړ کې په غور او فاریاب کې د ځان وژنې شمېر ډېر ښودل شوی دی. ډېری خلکو چې ځان وژنه کړې ده، عمرونه يې له ۱۰ تر ۲۲ کلونو پورې وو. دغه راز د دغو وګړو په منځ کې یو ۵۰ کلن سړی او یوه ۴۰ کلنه ښځه هم شامله ده.
د ۱۴۰۱ د کب په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر د هغو شمېر ښځو چې د تېر کال د کب په میاشت کې یې په ځان وژنه لاس پورې کړی دی، د کال د نورو میاشتو په پرتله ډېر دی. د ۸صبح ورځپاڼې د پېښو د ورځنیو شمېرنو پر بنسټ، په هغه میاشت کې ۸ ښځو ځان وژنه کړې ده. ۸صبح ورځپاڼې ته د رالېږل شویو اطلاعاتو پر بنسټ، د یکشنبه ورځ د کب په ۲۱مه نېټه، د ذوفنون په نوم یوې پېغلې نجلۍ د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ په توریج کلي کې د خپل د واده د مراسمو په لړ کې ځان وژنه کړې ده. ځايي سرچینو د نوموړې د ځان وژنې لامل په زور او جبر بل چا ته واده کول بولي. ذوفنون وروسته له هغې چې په زور او جبر واده کولو ته اړه شوه، د ټوپک په ډز سره یې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
د کب د میاشتې د درېیمې اوونۍ په لړ کې، یوې ۲۲ کلنې ښځې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ کې د تېزابو په څښلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. ځايي سرچینو پنجشنبه د کب په ۱۸مه نېټه، کورنی تاوتریخوالی د نوموړې د ځان وژنې لامل وباله، خو په دې ولایت کې مدني فعالینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې اصلي لامل کورني تاوتریخوالي، بې وزلي، بې روزګاري او په کور د ښځو کښېناستل وبلل. له یادې پېښې یوه اوونۍ وړاندې، یوې بلې ښځې د فاریاب د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په صحرايي قلعه سیمه کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. ځایي سرچینو پنجشنبه د کب په ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې یادې ښځې ۳۴ کلونه عمر درلود او ځان یې ځندۍ کړی دی.
غور ولایت له غرنیزو ولایتونو نه دی چې د فاریاب ترڅنګ دی. ښځې په دې ولایت کې د طالبانو د زورزیاتي له امله د ژوند سختې ورځې او شپې تیروي. د ځايي سرچینو د اطلاعاتو پربنسټ، یوې پیغلې نجلۍ د دوشنبې مازیګر د کب په ۸مه نېټه، د غور مرکز د اهنګرانو په سیمه کې د ټوپک په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. نوموړې د ۱۶ کلونو وه او د ځان وژنې انګیزه یې ناڅرګنده ده. د ۸صبح ورځپاڼې د پېښو د ثبت پربنسټ، د فاریاب ولایت بل چراغ ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې د موږک د دوا په خوړلو یې خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی. طالبانو سه شنبه د کب په ۲۳مه نېټه، د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی وباله. نوموړې ښځه ګلشن نومېده. د نوموړې د ځان وژنې انګېزه لا تراوسه معلومه نه ده. سربېره پر دې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دوشنبې په ورځ د کب په ۱۸مه نېټه، د بادغیس ولایت اب کمري ولسوالۍ اړوند روجي ها کلي کې ځان وواژه. ځايي سرچینو کورنی تاوتریخوالی د نوموړې د ځان وژنې لامل وباله. د ۸صبح ورځپاڼې د ورځنۍ شمېرنې ښيي چې په هماغې ورځ یو بلې ۱۸ کلنې نجلۍ په کندز ولایت کې ځان ځندۍ کړی دی. ځايی سرچینو دوشنبې شپه د کب په ۸مه نېټه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې نوموړې نجلۍ د کندز ښار د درېیمې ناحیې اړوند زاخیل قدیم سیمه کې، په زور د واده کولو له امله خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. د ۸صبح ورځپاڼې د پېښو ثبت ښيي چې د پنجنشنبې ماښام د کب په ۴مه نېټه، د ګل زمین په نوم یوې ځوانې ښځې د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې اړوند چهارقلعه کلي کې ځان ځندۍ کړ چې لامل یې معلوم ندی.
د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د تېر کال په سلواغې میاشت کې څلورو ښځو او نجونو په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. د ۸صبح ورځپاڼې د راټول کړای شویو اطلاعاتو پر بنسټ، چهارشنبې د سلواغې په ۳مه نېټه، یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د کاپیسا نجراب ولسوالۍ اړوند هووره دره غوث سیمه کې ځان وژنه کړې ده؛ چې په اړه ډېر جزییات خپاره نشول.
دغه راز یوې پیغلې نجلۍ د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۳۰مه د جوزجان مرکز اړوند د شبرغان ښار په درېیمه ناحیه کې د ښکاري ټوپک په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. سربېره پر دې یوې پیغلې نجلۍ، د شنبې شبه د سلواغې په ۲۹مه د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند غوچ ګرد کلي کې ځان ځندۍ کړ. نوموړې د ۱۴ کلونو په عمر وه او فاطمه نومېده. نوموړې په ټکړي سره ځان ځندۍ کړ.
په بدخشان کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ سه شنبه شپه د سلواغې په ۱۱ مه نېټه، د راغستان ولسوالۍ غوجان کلي کې په خپل سر په ډز سره ځان وژنه وکړه. نوموړې مهتاب نومېده. خو د ځان وژنې جزییات یې رسنیز نشول. په جوزجان کې د یوې بلې حیرانونکې پېښې له امله یوې ښځې په داسې حال کې چې په خېټه کې یې دوه ګوني وو، په ځان وژنې لاس پورې کړ. ځايي سرچینو وویل چې دغه پېښه د یکشنبې په ورخ د سلواغې په ۱۰مه نېټه، د شبرغان ښار عیدمحله سیمه کې رامنځته شوه. د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی وبلل شو. یادې ښځې د تېزاب په څښلو خپل ژوند او په خېټه کې د جنینو ژوند ته د پای ټکی کېښود.
د ۱۴۰۱ د مرغومي په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
په دې میاشت کې دوو ښځو په غور او فاریاب کې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. د ۸صبح ورځپاڼې د پېښو د ثبت پربنسټ، د شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۷مه نېټه، یوې ښځې د غور تیوره ولسوالۍ دهن درودي سیمه کې ځان وژنه وکړه. هغه سکینه نومېده. نوموړې د مرمۍ په ډز خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. د نوموړې د ځان وژنې انګېزه روښانه نه ده. له هغې پېښې یوه ورځ وروسته، یوې بلې ښځې د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ اړوند «دهن دره مرغابي» په کلي کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. نوموړې د پړي په مرسته ځان ځندۍ کړی دی. طالبانو د نوموړې د ځان وژنې انګېزه کورنی تاوتریخوالی وباله.
د ۱۴۰۱ د لیندۍ په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۶مه نېټه، یوې اتلس کلنې نجلۍ د غور تیوره ولسوالۍ دهتای کلي کې ځان ځندۍ کړ. د هغې نوم پریما و او د ځان وژنې لامل یې کورنی تاوتریخوالی وبلل شو. په همدې حال کې د یادې ورځې مازیګر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د غور مرکز اړوند دره قاضي سیمه کې ځان ځندۍ کړ. سربېره پر دې، دوو ښځو په بامیان ولایت کې د موږک د دوا په خوړلو په ځان وژنې لاس پورې کړ. د یادو ښځو د ځان وژنې انګېزه کورنی تاوتریخوالی وبلل شو.
د شته اطلاعاتو پر بنسټ، یوې پېغلې نجلۍ د دایکندي مرکز اړوند نیلي ښار کې ځان وژنه وکړه. د معلوماتو له مخې، یاده پېښه پنجشنبه د لیندۍ په ۲۴مه رامنځته شوه. نوموړې عارفه نومېده او د خبریالۍ څانګې محصله وه. د شیما په نوم یوې بلې نجلۍ هم د لیندۍ په ۲۰مه د پنجشیر دره ولسوالۍ اړوند د عبدالله خیل په کلي کې ځان وژنه وکړه چې د ځان وژنې انګیزه یې کورنۍ ستونزې وبلل شوې.
د ۱۴۰۱ د لړم په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د تېر کال لړم میاشت کې اوو ښځو او نجونو ځان وژنه کړې ده. یوې پیغلې نجلې د لړم په ۳۰مه نېټه، د ننګرهار جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. نوموړې وروسته له هغې په ځان وژنې لاس پورې کړ چې د هغې له خوښې پرته د تره له زوی سره نامزد شوه. نوموړې د کلاشنکوف وسلې په مرسته ځان وواژه. سربېره پر دې، فاریاب کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو وویل چې یوې بلې پیغلې نجلۍ ددې ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې ځان وژنه کړې ده. نوموړې هاجره نومېده او د ۲۲ کلونو په عمر وه.
دغه راز یوې پیغلې نجلۍ شنبه د لړم په ۲۸مه نېټه، د هرات کرخ ولسوالۍ اړوند مورچه خوان کلي کې د مرمۍ په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنی اختلاف بلل شوی دی. د ۸صبح ورځپاڼې له لوري د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، یوې ۲۰ کلنې نجلۍ هم په همدې میاشت کې د بامیان ولایت مرکز د دره فولادي اړوند «سیاه خاک» کلي کې ځان وژنه وکړه. نوموړې هاجره نومېده او د لړم په ۱۹مه یې ځان ځندۍ کړ. ځايي سرچینو وویل، هاجرې وروسته تر هغې په ځان وژنې لاس پورې کړ چې طالبانو یو ځوان هلک چې د هغې ملګری و، ونیوه او نوموړې ته یې د مرګ ګواښ وکړ. دغه راز پنجشنبه د لړم په ۱۲مه د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اړوند محمد قدم کلي کې یوې ښځې ځان وژنه وکړه د نوموړې د ځان وژنې انګیزه روښانه نه شوه. سربېره پر دې د غور اوسېدونکې ریحان دوشنبه د لړم په ۲مه نېټه ددې ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند جرتیلک کلي کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. د یادې ځان وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی وبلل شو. دغه راز یوې بلې پیغلې نجلۍ یکشنبه د لړم په ۸مه نېټه، د پروان جبل السراج ولسوالۍ کې ځان وژنه وکړه. نوموړې د ۱۵ کلونو په عمر وه او په خپل کور کې یې ځان ځندۍ کړ. د نوموړې د ځان وژنې انګیزه روښانه نشوه.
د ۱۴۰۱ د وږي په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
په دې میاشت کې یوې ښځې د فاریاب اندخوی ولسوالۍ کې ځان ځندۍ کړ. د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی وبلل شو. نوموړې بي بي عایشه نومېده. ولسي سرچیني وايي چې یاده ښځه د ۴۰ کلونو په عمر وه چې د وږي په ۱۹مه یې په ځان وژنې لاس پورې کړ. نوموړې د ۷ ماشومانو مور وه چې کوچنی ماشوم یې د نوموړې له ځان وژنې څلور میاشتې وړاندې زېږېدلی و.
د ۱۴۰۱ کال په لړ کې ډېر شمېر ښځو په دې ولایت کې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. جمعه د وږي په ۴مه نېټه، یوې پېغلې نجلۍ د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند اسلام قلعه کلي کې ځان ځندۍ کړ. نوموړې د ۱۵ کلونو په عمر وه او قمرګل نومېده.
د ۱۴۰۱ د زمري په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د ښځو د ځان وژنو په دوام، یوې ۱۸ کلنې ښځې د تېرکال زمري میاشت کې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. د نوموړې ښځې له واده چې یوکال تېر شوی و. د سه شنبې مازیګر د زمري په ۲۵مه نېټه، په خپل کور کې ځان ته اور واچوه او مړه شوه. د نوموړې د ځان وژنې لامل هم کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی. دغه راز یوې بلې پېغلې نجلۍ د ارزګان دهراوود ولسوالۍ کې د زهرو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. نوموړې د ۱۹ کلونو په عمر وه. نوموړې وروسته له هغې په ځان وژنې لاس پورې کړ چې کورنۍ یې د یوه واده مراسمو ته د نوموړې د تګ مخنیوی وکړ.
د ۱۴۰۱ چنګاښ میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
دوشنبه د چنګاښ په ۱۴مه یوې نوې واده شوې ښځې دایکندي ولایت کې ځان وژنه وکړه. سرچینو وویل نوموړې ښځې یکشنبه ماښام د دایکندي ولایت کیتي ولسوالۍ اړوند نوګنبد کلي کې د ښکاري ټوپک په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. سرچینې ادعا کوي چې نوموړې د خپل پلار له خوښې پرته له کور نه تښتېدلې او د خپلې خوښې هلک سره یې واده کړی و. سربېره پر هغې، یوې بلې پیغلې نجلۍ د تخار کلفچان ولسوالۍ په مرکز کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. د نوموړې د ځان وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی وبلل شو. دغه راز یوې ۱۴ کلنې نجلۍ سه شنبه د چنګاښ په ۷مه نېټه، د یاد ولایت شکمش ولسوالۍ کې ځان وژنه کړې چې لامل یې روښانه ندی.
د ۱۴۰۱ د غبرګولي په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
یوې ځوانې ښځې غور ولایت کې د تمانچې مرمۍ په ډز خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. نوموړې د جمعې ورځ د غبرګولي په ۲۷مه نېټه، د غور ساغر ولسوالۍ اړوند «کنعان» کلي کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. نوموړې فرشته نومېده او ویل کېږي چې نوموړې له کورنۍ او خویندو سره له لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده. تخار کې د ښځو د ځان وژنې شمېر ډېر ثبت شوی دی. د دوشنبې په ورخ د غبرګولي په ۹مه نېټه، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د دغه ولایت دشت قلعه ولسوالۍ اړوند پنګاني کلي کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. نوموړې د تمانچې په مرمۍ خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. د ځان وژنې انګیزه لا تراوسه روښانه نده. یوې بلې نجلۍ د غبرګولي په ۲مه دوشنبې ورځ د سمنګان ایبک ښار کارته مامورینو سیمه کې ځان وژنه وکړه. نوموړې زبیده نومېده او د ۲۳ کلونو په عمر وه. زبیده په دې ولایت کې د دولتي پوهنتون د ښوونې او روزنې له څانګې فارغه شوې وه. د نوموړې د ځان وژنې لامل هم کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
د ۱۴۰۱ د غويي په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د ۱۴۰۱ کال د غويي په میاشت کې د ځان وژنې یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده. د راپورونو پربنسټ، یوې پیغلې نجلۍ شنبه شپه د غويي په ۲۴مه نېټه، د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند شش تپه کلي کې ځان ځندۍ کړ. نوموړې نظیفه نومېده او د ځان وژنې انګیزه لا تراوسه روښانه نده.
د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د ښځو د ځان وژنې شمېر
د ۱۴۰۱ کال لومړنۍ میاشت د ښځو په ځان وژنې پیل شوه. د جمعې په ورځ د وري په ۱۹مه، د ثمرګل په نوم یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د فاریاب ګرزیوان ولسوالۍ اړوند ده میران کلي کې ځان ځندۍ کړ. دغه راز د وري په ۱۲مه نېټه، یو نجلۍ د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اړوند «اورال سرخ جوی» کلي کې ځان ځندۍ کړ. نوموړې د ۱۸ کلونو په عمر وه او زهرا نومېده او له دولسم ټولګي نه فارغه شوې وه.
د ۱۴۰۱ کال د کب په میاشت کې د نارینوو ځان وژنه
د کب په ۲۷ مه شنبې ورځ د امید په نوم یوه هلک په کونړ ولایت کې ځان وژنه وکړه. د امید د کورنۍ غړو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې نوموړی څو موده وړاندې ترکیې ته تللی و او له هغه ځای نه د بېرته شړل کېدو وروسته د ترکیې په لاره د وهل ټکولو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوی و او پایله کې یې ځان وژنه وکړه. یو بل ځوان هم د جمعې ورځ د کب په ۲۶مه، د کندهار ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. په ۸صبح ورځپانه کې د پېښو د ثبت پربنسټ، د مصطفی په نوم یو ځوان د کب په ۲۶مه د بامیان ولایت د مرکز اړوند «نال شیره شهیدان» کلي کې ځان ځندۍ کړ. نوموړي وروسته له هغې ځان ځندۍ کړ چې میره او زامنو یې له نوموړي سره بد چلند کاوه.
دغه راز د کب په ۲۳مه سه شنبې ورځ، د نقیب الله په نوم یو بل ځوان د فراه شیب کوه ولسوالۍ اړوند کاریز مردان سیمه کې ځان ځندۍ کړ. د ځايي سرچینو د معلوماتو پربنسټ، نقیب الله د ۱۷ کلونو په عمر و. د ځان وژنې لامل یې کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
د ۱۴۰۱ کال سلواغې میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
یوه سړي دوشنبې ورځ د سلواغې په ۱۷مه، د نیمروز زرنج ښار په یوه هوټل کې ځان ځندۍ کړ. د یادې ځان وژنې لامل تر اوسه ندی په ډاګه شوی. دغه راز په یاده میاشت کې یو ۱۷ ځوان یکشنبې شپه د سلواغلې په ۱۶مه په زابل ولایت کې ځان وواژه. د نوموړي د ځان وژنې انګېزه روښانه نشوه. ددې ترڅنګ یو بل نوي تنکي ۱۵ کلن ځوان له ځان وژنې وړاندې یو لیک ولیکه او ویلي یې دي: «زړه مې له دې نړۍ نه تور دی.» نوموړی بدخشانی تنکی ځوان د موږک د دوا په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. نوموړی نورالهدا نومېده او د یکشنبې ورخ د سلواغې په ۹مه یې د فیض اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند دشت قرغ سیمه کې یې ځان وواژه.
د سلواغې په ۸مه د فضل الرحمان په نوم یو بل ځوان په بلخ ولایت کې ځان وواژه. سرچینې وايي چې نوموړی د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او په دې وروستیو کې یې د بلخ کلدار ولسوالۍ «قرن طوغي» کلي کې مزدوري کوله.
د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
د نصیر احمد میرزايي په نوم یوه سیمه ییز خبریال په کندهار کې ځان وواژه. سرچینې وايي میرزايي یکشنبې د لیندۍ په ۲۷مه په عینومېنه ښارګوټي کې په خپل کور کې ځان وژنه وکړه. سربېره پر هغه د سردارولي په نوم ۳۵ سړي هم د جمعې ورځې ماښام د لیندۍ په ۱۸مه د کندهار ښار شپږمې حوزې اړوند «ګوش خانی» سیمه کې په ځان وژنه لاس پورې کړ چې د ځان وژنې لامل یې روښانه ندی. دغه راز یوه ۵۰ کلن سړي هم د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې ځان وژنه وکړه.
فاریاب کې هم یوه ځوان د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۴مه، د خان چهارباغ ولسوالۍ اړوند «اوچ تپه» سیمه کې ځان ځندۍ کړ. نوموړی د ۱۸ کلونو په عمر و او د ځان وژنې لامل یې بې روزګاري او فقر بلل شوی دی.
د ۱۴۰۱ د لړم په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
یوه ځوان د شنبې په ورځ د لړم په ۲۸مه، د فاریاب میمنې ښار شپږمه ناحیه کې ځان ځندۍ کړ. د سرچینو په وینا، دغه ځوان احسان الله نومېده او د ۲۲ کلونو په عمر و. د نوموړي د ځان وژنې لامل څرګند ندی. دغه راز د محی الدین په نوم یوبل ۲۲ کلن ځوان د پنجشنبې ورځ د لړم په ۱۹ مه کندز کې په خپل هټۍ کې ځان ځندۍ کړ د نوموړي د ځان وژنې لامل لا تراوسه ندی څرګند.
همداراز د محمد نعیم په نوم ۲۸ کلن ځوان د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکي چهارشنبه د لړم په ۴مه، د مرمۍ په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
د ۱۴۰۱ د تلې په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
په پکتیا کې د یوې پرورشګاه زده کړیال او په فراه کې یوه ځوان د پنجشنبې ورځ د تلې په ۱۴مه، په ځان وژنو لاس پورې کړ. زدکونکی محمد آصف نومېده او د ۱۱ کلونو په عمر و. محمد اصف د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و. دغه راز د محمد په نوم یوه سړي د پنجشنبې ورځ د تلې په ۱۷ مه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د رواني ناروغۍ له امله ځان وواژه. همدارنګه د نصرت الله په نوم یو ځوان چې د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ اړوند د پاتان سیمې اوسېدونکی دی د تلې په ۲مه یې ځان وژنه وکړه. دغه راز د عیسی په نوم یو بل ځوان د بدخشان مرکز فیض اباد پینځمه ناحیه کې ځان وواژه. نوموړي وروسته له دې چې اقتصادي ستونزو یې ژوند ورتریخ کړ او پایله کې یې ونه شوای کړای چې ایران ته لاړ شي، ځان وواژه.
د ۱۴۰۱ د وږي په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
د رستم په نوم یوه ځوان چهارشنبې د وږي په ۹ په بلخ ولایت کې ځان وواژه. ۸صبح ورځپاڼې ته ځايي سرچینو وویل چې نوموړي د دوامداره بې رزوګارۍ له امله ونه شوای کړای د خپلې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ برابره کړي او له همدې امله یې ځان وواژه له رستم نه یو درې کلن زوی هم پاتې دی. دغه راز د نجیب الله په نوم ۱۲ کلن هلک هم د تخار رستاق ولسوالۍ کې ځان وواژه.
د ۱۴۰۱ د زمري په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
د محمد نادر په نوم یوه ځوان یکشنبې د زمري په ۲۳مه، بادغیس کې د مرمۍ په ډز سره خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود. ځایي سرچینو وویل چې نوموړي هم د بې وزلي او بې رزوګاري له امله په دغه کار لاس پورې کړ. د حکمت الله په نوم یو بل ځوان سه شنبه د زمري په ۱۱مه له خپل ورور سره تر لفظي شخړې وروسته د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې ځان وواژه.
دغه راز یوه ځوان سړي سه شنبې د زمري په ۱۰ د غور اړوند الفاروق سیمې قودهک کلي کې ځان وواژه. نوموړی خال محمد نومېده او د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه نېټه، د محد په نوم یوه ۲۰ کلن ځوان ځان ځندۍ کړ. دغه راز د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اړوند میدانک کمره کې د چنګاښ په ۱۰ یوه ۱۶ کلن ځوان د ټوپک په مرسته ځان وواژه. نوموړی عرفان الله نومېده او د اقتصادي ستونزو له امله یې ځان وژلی دی.
د ۱۴۰۱ د غبرګولي په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
د طالبانو د وهل ټکولو او فشار په پایله کې، یوه زنداني هرات کې ځان وواژه. یوه سړي له واده مخکې د اړیکو د لرلو په تور د غبرګولي په ۱۹ د طالبانو د زندان دننه ځان وواژه. دغه راز د محمد ضیا مظفري په نوم یو بل ۲۱ کلن ځوان د غبرګولي په ۱۳ جمعې ورځ، د غزني مالستان ولسوالۍ اړوند بازار شیرداغ سیمه کې په ځان وژنې لاس پورې کړ. یوبل ۲۱ کلن ځوان هم د غبرګولي په ۱۰ د تخار تالقانو ښهر اړوند په څلورمه امنیتي حوزه کې د مرمۍ په ډز سره ځان وواژه نوموړی شمس الرحمان نیازی نومېده.
د ۱۴۰۱ کال د غويي په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
یوه ځوان سه شنبې د غويي په ۲۰مه د پکتیکا جاني خیلو ولسوالۍ کې ځان ځندۍ کړ. طالبانو د نوموړي د ځان وژنې لامل رواني ستونزې په ګوته کړې. خو د هغه د خپلوانو له لوري دقیق جزییات ورنکړل شول.
د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې د نارینوو د ځان وژنې شمېر
دوشنبې ورځ د ۱۴۰۱ کال د وري لومړۍ نېټه، د رامین په نوم د غور ولایت اوسېدونکي په ځان وژنه پیل شو. نوموړی د ۱۶ کلونو په عمر و. دغه شمېرنه یوازې هغه موارد ښيي چې رسنیز شوي دي خو کېدای شي له دې پېښو نه زیاتې رامنځته شوې وي چې د رسنیو ورته پام نه وي شوی. د عامې روغتیا وزارت او د طالبانو چارواکو تراوسه د ځان وژنو د شمېر په اړه څه ندي ویلي.
۷۹ هېوادوالو په داسې حال کې په تېر کال کې په ځان وژنې لاس پورې کړی دی چې اقتصادي فقر، د کاري چوپړتیاو نه شتون او پر ښځو د طالبانو محدودیتونو، د افغانستان د اوسېدونکو لپاره یې ژوند تریخ کړی دی. د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، دا مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه د افغانستان ښاروندان د مرسته کوونکو موسسو مرستو ته اړتیا لري.
له بل پلوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستیالۍ پلاوي دفتر (یوناما) مرستیال ارمز الاکبروف شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې وویل چې د طالبانو د رژیم له راتګ تر دا مهاله څه باندې ۷۰۰ زره دندې په دې هېواد کې لمنځه تللي او په افغانستان کې د د کورني ناخالص تولید هم ۳۵ سلنه ټیټ شوی دی.
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د نړیوالۍ ښادۍ په راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان خلک د نړۍ د جمعیت تر ټولو ناخوښ او ناراضه خلک دي. د هېوادونو د خوښۍ او رضایت کچه د شپږو شاخصونو له ډلې: ټولنیز ملاتړ، کلني عاید، روغتیا، آزادي، سخاوت او د فساد نه شتوالي پر بنسټ ټاکل کیږي. افغانستان په تېرو دوو کلونو کې له دغو شاخصونو بې برخې پاتې دی. د خوښۍ نړۍوال راپور هرکال د پایداره پرمختیا د شبکې د موسسې له لوري چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري یې بنسټ کېښودل شو، خپریږي. دغه موسسه د ملګرو ملتونو د هزاره نړیوالو موخو د دودولو او پلي کېدو لپاره رامنځته شوې ده.